«د بین‌الافغاني مذاکراتو پیل او اوربند د هوکړې اصلي شرط دی»

د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره تر ۶ ورځنیو خبرو وروسته خبر ورکړ چې له یادې ډلې سره هوکړه له بین‌الافغاني خبرو اترو او هراړخیز اوربند سره مشروط دی او تر دې پرته به هېڅ هوکړه و نه‌شي.

نوموړي پر خپل ټوېټرپاڼې لیکلي چې لا هم د دواړو لوریو ترمنځ ډېر مسایل پاتې دي او ژرترژره به د سولې خبرې اترې بیا پیل شي.

خلیلزاد لیکلي چې له طالبانو سره په وروستۍ غونډه کې ښه پرمختګ شوی، خو تراوسه په کومه موضوع هوکړه نه‌ده شوې.

په همدې حال کې طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د قطر وروستۍ غونډې پر مهال له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او نورو مهمو موضوعاتو برخه کې پرمختګ شوی دی.

په خبرپاڼې کې لیکل شوي چې د پېچلو مسایلو لپاره د حل لارې موندلو برخه کې به د سولې خبرو اترو غونډې دوام وکړي.

د دوحې غونډه یوه اوونۍ وړاندې د دوو ورځو لپاره پیل شوه، خو یادو خبرو اترو ۶ ورځې دوام وکړ چې یوې هوکړې ته د رسېدو برخه کې یې د افغانانو تمې ډېرې کړې وې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام