په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند سلام وطندار ته وايي، تېره ورځ اسلاماباد ته د طالبانو ور غوښتل شوي پلاوي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکيو ترمنځ خبرې پیل شوې او په کې د نورو خبرو ترڅنګ د بینالافغاني خبرو لپاره د اجنډا په جوړولو بحث شوی دی.
مومند زیاتوي، په دې خبرو کې د پاکستان دريځ دا و چې بینالاافغاني خبرې باید ژر پیل شي. د ده په خبره، طالبانو د افغانانو ترمنځ د خبرو ځنډولو ګوته افغان ولسمشر ته نیولې او وايي، غني د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته په تمه دی او په دې اند دی چې ښايي هلته د ولسمشر په نوي کېدو سره وضعیت بدل شي.
د چارو کتونکی محب الله شریف وايي، د ده د معلوماتو له مخې د طالبانو او پاکستاني چارواکيو په ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر د شاه محمود قریشي ترڅنګ د ای اېس ای مشر فیض حمید او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان هم ګډون درلود او له دې ښکاري چې مهمې پرېکړې به شوې وي.
شریف زیاتوي، پاکستان د افغان سولې په خبرو اترو کې د داسې منځنګړیتوب هڅه کوي چې هم له امریکا او نړۍ امتیاز ترلاسه کړي او هم پر وسلهوالو طالبانو او افغان حکومت خپل نفوذ ته ادامه ورکړي.
که څه هم طالبانو ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا بلنه ورکړل شوې خو کارپوهان وايي، دغه بلنه د دې هېواد څارګرې ادارې یا ای اېس ای ورکړې او غواړي وښيي چې دوی د طالبانو اسلامي امارت ته د یوه دولت په سترګه ګوري او د دولتونو په کچه ورسره خبرې کوي.
د چارو شنونکی فضل الرحمان اوریا وايي، د طالبانو ملاتړ د یوې دسیسې ترکچې دی او پاکستان هڅه کوي د طالبانو د ملاتړ له لارې افغان دولت مجبور کړي چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه بې له کوم لامله عملي کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له طالب پلاوي سره له لیدنې وروسته وویل، طالبان د دوحې تړون ته ژمن دي او دوی يې هڅولي چې د سولې خبرې هم ژر پیل کړي.
د طالبانو پلاوی داسې مهال اسلاماباد کې رسمي لیدنې ترسره کوي چې درې ورځې وړاندې د پاکستان حکومت وویل، د دغې ډلې د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په ګډون یې پر ۱۳۰ طالب مشرانو د سفر په ګډون بندیزونه لګولي دي.