د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازیو ترمنځ د قطر غونډه درېیمې ورځې ته وغځېده.
طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، که څه هم د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو اجندا د دوو ورځو لپاره وه، خو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو په اړه د امریکا په دریځ کې د نرمښت له امله به دا خبرې لومړنۍ هوکړې ته تر رسېدو پورې دوام وکړي.
وسلهوالو طالبانو په یوې خبرپاڼې کې له امریکايي چارواکیو سره د خبرو دوام منلی دی.
د طالبانو د واکمنۍ یوه چارواکي وحید مژده سلاموطندار ته وویل چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل او د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغان خاورې کارول د یادو خبرو اصلي موضوعات دي.
د نوموړي په وینا، په یاده غونډه کې د طالبانو ۸ او د امریکا ۱۱ استازي ګډون لري او ټاکل شوې وه چې ۵ نور طالب استازي له افغانستانه هم ورشي، خو د پاکستان د مخالفت له امله دا کار و نهشو.
مژده زیاتوي، د دواړو لوریو هوکړې ته په کتو به د پام وړ پایلو ته د رسېدو په اړه د یادې غونډې پایلې ډاګیزه نهشي، خو د اوربند او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهالوېش بحث وشي.
په همدې حال کې یو بل پخوانی طالب چارواکی سیداکبر اغا هم ورته نظر لري او وايي، د یادې غونډې د بریا امکان ډېر دی او ښايي دغه خبرې اترې نورې هم دوام وکړي.
خو د سولې عالي شورا د ویاند مرستیال اسدالله زایري وايي، د دوحې غونډې اصلي موضوع بینالافغاني خبرو اترو ته له افغان حکومت سره د طالبانو حاضرول دي.
د نوموړي په وینا، افغان حکومت څو ځله ویلي چې د سولې خبرې اترې باید له قید او شرط پرته پیل او وروسته دې د اوربند او نورو مسایلو په اړه بحث وشي.
واشنګټن تراوسه د قطر دوه ورځنۍ غونډې په اړه څه نهدي ویلي.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څه موده وړاندې ویلي وو، که طالبان سوله غواړي، خبرې اترې ورسره کوو او که جګړه غواړي، جګړې ته یې هم تیار یو.