د بهرنيو ځواکونو نه احتیاط د اندېښنې وړ مسله ده

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپرې شوې خبر پاڼې کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني د بهرنيو ځواکونو له خوا د ملي اردو په سرتېرو شوی برید غندلی.

خبر پاڼه د ولسمشر له خولې کاږي چې بهرنيو ځوا کونو له خوا شوی برید یې د اندېښنې وړ ګڼلای او زیاته کړې یې ده چې بهرني ځواکونه دې په خپلو عملیاتو کې د خلکو ژوند خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.

ولسمشر اشرف غني زیاته کړې چې په راتلونکې کې د بهرنيو ځواکونو دا ډول عملیات نه باید د ولسي وګړو او افغان امنیتي منسوبینو د مرګ ژوبلې سبب شي.

غني ټېنګار کړی چې بهرنیان دې پوځي عملیاتو کې له پوره احتیاط او پاملرنې کار واخلي.

دغه پیښه د لوګر ولایت اړوند برکي برک ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده .

 

د بره کي برک ولسوال انجینیر محمد رحیم امین سلام وطندار ته د ټلیفون پر کرښه وویل، چې بهرنیو ځواکونو نن د دوشنبې په ورځ د سهار په ۷ بجو د بره کي برک ولسوالۍ په چلتن سیمه کې د ملي اردو پر یوې پوستې برید کړی او ۷ تنه سرتېرې یې وژلي دي.

بهرنيو ځواکونو تر اوسه ددې برید د څرنګوالي په اړه رسنيو ته معلومات نه دي ورکړي او نه یې هم په اړه کوم وضاحت کړی.

د ارګ پاڼه لیکي چې ولسمشر غني د پېښې د څرنګوالي او څېړنې په اړه یو پلاوی ټاکلی چې له نږدې یې و څيړي.

دغه برید په ټولنیزو ررسنيو کې هم خورا توند غبرګون له ځان سره درلود، او ددې پيښې د عاملينو د محاکمې غوښتنه یې کړې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې د بهرنيو ځواکونو په بریدونو کې امنتي منسوبینو یا عام ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي د پخواني ولسمشر حامد کرزي او امريکا حکومت ترمنځ د اختلاف او د امنيتي تړون د نه امضا کولو یو علت همدا پوځي عملیات په ګوته کېدل چې له امله یې مرګ ژوبله رامنځته کېدله.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام