د بندیانو خوشې کولو لپاره یو ۵ کسیز طالب پلاوی کابل ته راغلی

د ملي امنیت شورا وايي، د طالبانو یو تخنیکي پلاوی د بندیانو پر تبادلې د ګډ کار لپاره کابل ته راغلی دی.

د ملي امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د طالبانو یو تخنیکي پلاوی په کابل کې دی او د دواړو خواوو د بندیانو د تبادلې پروسې پر څرنګوالي د بحث لپاره د افغان حکومت له پلاوي سره ګډ کار کوي.

کابل ته د طالب پلاوي اوسنی سفر داسې مهال دی چې افغان حکومت په تېرو ورځو کې شاوخوا زر طالب بندیان خوشې کړي دي.

طالبانو د افغان حکومت د دغه ګام هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دوی به هم ورته ګام پورته کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم په یوه ټویټ کې لیکلي چې یو پنځه کسیز پلاوی یې کابل ته لېږلی دی.

د یادونې ده چې د طالبانو یو ۵ کسیز پلاوی د وري میاشتې په دولسمه کابل ته راغلی و، خو له څو پرله‌پسې مخامخ ناستو وروسته یې کابل پرېښود.

افغان حکومت د طالبانو او امریکا له هوکړې وروسته تر دوو زرو زیات طالب بندیان خوشې کړي او په مقابل کې یې طالبانو هم تر ۲۶۱ پورې د حکومت بندیان خوشې کړي دي.

ټاکل شوې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو له تبادلې وروسته د سولې مخامخ خبرې اترې هم پیل شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام