په بلخ او ننګرهار ولایتونو کې زرګونو هېوادوالو د لاریون او یوې غونډې په ترڅ کې په پاکستان کې د پښتنو حقغوښتنې غږ بدرګه کړ او ویې ویل چې لر او بر یو افغان دی او هېڅ ډول کرښه دا وروڼه قومونه نهشي جلا کولی.
په ننګرهار کې د افغانستان ملي تحریک مشر او د کابل پوهنتون محمداسماعیل یون د غونډې ګډونوالو ته وویل، په پاکستان کې د پښتنو حقغوښتنې لاریون پنځوس سلنه پایله لرله او د دواړو غاړیو پښتنو د یووالي د کلونو داعیه یې ثابته کړه.
ښاغلي یون دغه راز وویل، د انګریزي ښکېلاک په زور له افغانستانه بېله شوې خاوره خپلول غواړي او څرنګه چې اوس هېواد کې څو ولسوالۍ د وسلهوالو په ولکه کې دي، دغه ډول تر اټکه د افغانستان خاوره په زور نیول شوې.
غونډې ته د ننګرهار ولایتي شورا مرستیال ډاکټر لعل محمد دراني وویل، لر او بر یو افغان دی او هېڅډول کرښې دا ورونه قومونه نهشي جلا کولی.
د غونډې نورو ویناوالو او ګډونوالو هم پر پاکستان د مرګ شعارونو ورکړل.
ورته وخت کې په بلخ ولایت کې هم سلګونو ولسي خلکو د یو لاریون په ترڅ کې په پاکستان کې د پښتنو د حقغوښتنې ملاتړ کړیدی.
دغه لاریونوال د بلخ ولایتي شورا ته څېرمه په واټ کې راټول شوي وو، پر پاکستان او پنجاب یې د مرګ شعارونه ورکړل او ویل یې پښتانه ترهګر نه، بلکې د تروریزم خلاف دي.
د ذبیحالله په نوم یو لاریونوال وویل، د ډېورنډ کرښې په دواړو لورو کې پراته پښتانه قومونه ګډه تاریخي وجه لري او له کبله یې د لرو پښتنو په ملاتړ لاریون کړیدی.
د جاوید واک په نوم یو بل لاریونوال د ډېورند فرضي کرښې دواړو لوریو ته د سولې راوستل افغانستان ته د امنیت په راسوتو کې اساسي ټکی یاد کړ.
د بلخ ولایتي شورا غړي ذبېحالله کاکړ چې دغه لاریون کې یې خبرې کولې وویل، د افغانانو لهپاره به له امو تر اباسینه غږ پورته کړي.
وروسته له هغې چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د نقیبالله مسید په نوم یو پښتون ځوان د پاکستانيو پولیسو له لوري ووژل شو چې ورسره سم کوزه پښتونخوا کې اعتراضیه ناستې او د حقغوښتنې غږ راپورته او بالاخره اسلاماباد کې د لسو ورځو لهپاره لوی لاریونونه او ناستې ترسره شوې چې پرون د پاکستاني حکومت له لوري د هغوی د غوښتنو د منښتې په شرط پای ته ورسېدل. لاریونوالو پاکستاني حکومت ته خبرداری ورکړ، که یې غوښتنې ونه منل شي بیاځلي به پراخ لاریونونه وکړي.