پهدې وروستیو کې د بغلان پوهنتون د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د جګړې پر لومړۍ کرښې بدل شوی دی.
د دغه پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي رییسه فوزیه وليزاده وايي، د پُلخمري په «بالادوري» سیمه کې د نښتو په پیلېدو سره یو شمېر دولتي ځواکونه د دغه پوهنتون په ودانۍ کې ځای پرځای شوي چې د زدهکړیالان اندېښنې یې را پورته کړې دي.
د بغلان پوهنتون زدهکړیالان جاوید او فرخنده وايي، د پوهنتون په شاوخوا کې د نښتو پیلېدو زدهکړیالان اندېښمن کړي دي.
د دوی په وینا، د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې له کبله درس نهشي لوستی او هره شېبه په دې وېره کې دي چې د دواړو لوریو ترمنځ به جګړه پیلېږي او دوی به یې قرباني کېږي.
بلهخوا د بغلان پوهنتون سرپرست عليرضا صفدي هم دغه ستونزه مني او وايي، د بغلان له والي سره په لیدنه کې یې له هغه غوښتي چې د پوهنتون له سیمې نه دولتي ځواکونه وباسي. د نوموړي په وینا، حکومت باید د زدهکړیالانو د ارامتیا لپاره هڅه وکړي.
د بغلان پوهنتون د سرپرست په وینا، د دغه پوهنتون د ادبیاتو، ژورنالېزم، انجینري، اقتصاد او کرنې پوهنځي په «بالادوري» او «پوزهاېشان» سیمو کې چې د دغه ولایت ناامنې سیمې دي، موقعیت لري.
اړوند مطالب: