د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي، چې د طالبانو له خوا د سرخ کوتل سیمې له نیولو وروسته د دې سیمې خلکو خپل کورونه پرېښي دي.
د بغلان ولایت د ولایتي شورا غړی بسم الله عطاش وایي، چې د دې ځای ۲۳۰ کورنیو د سیمه ییزو پولیسو ملاتړ کولو، خو د طالبانو په راتګ سره د زور زیاتي له لیدلو وروسته د مجبوریت له امله ۲۰۰ کورنۍ له سیمې وکوچېدلې.
د ده په وینا، د دې کورنیو څه برخه سمنګان خوا ته تللې دي او څه یې د بغلان ولایت ځېنو سیمو ته کوچېدلي، چې په خېمو کې په ډېر خراب حالت ژوند کوي. د ولایتي شورا دا غړی پر حکومت د نیوکې سره وايي، چې تر اوسه یې د سرخ کوتل سیمې د بېرته نیولو له پاره هېڅ ډول عملیات نه دي کړي، چې کوچېدلې کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته ورستنې شي.
د بغلان د ولایتي شورا بل غړی فیروز ایماق وايي، د سرخ کوتل له سقوط سره د ډنډې وري طالبانو ځانونه د لویديځ له لوري د بلخ – پخلمري لويې لارې ته رسولي دي او دغه لاره یې تړلې ده.
هغه زیاتوي، چې امنیتي ځواکونه د سرخ کوتل په سیمه کې ۵ امنیتي پوستې لري، چې د بلخ – پلخمري لارې په ۱۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري؛ خو د طالبانو د بريد پر مهال هېڅ مداخله نه کوي.
د سرخ کوتل د سیمه ییزو پولیسو قوماندان مبارز هزاره یوه اونۍ د طالبانو په محاصره که و، چې اوس یې دغه سیمه پرېښې ده او سمنګان ولایت ته تللی دی. د هزاره په وینا، د ده کور طالبانو سوځولی او هغه چا چې د ده ملاتړ یې کړی و، د هغو کورونه یې هم سوځولي دي.
د ده په خبره، طالبان اوس د سیمې خلکو ته اجازه نه ورکوي، چې له خپلې سیمې نه بهر ووځي.
د بغلان د والي ویاند محمود حقمل وايي، چې د سیمې خلکو څو ځلې ولایت مقام ته شکایت کړی دی، خو ټینګار کوي، چې په جنګي حالاتو کې داسې موارد پېښېدلی شي.
په ورته وخت کې په ډنډې غوري کې د طالبانو نظامي مسوول د بغلان د ولایتي شورا او سیمه ییزو چارواکیو ادعاوې ردوي، وايي، چې سیمه کې حالات ښه دي او اوسېدونکي بېرته خپلو کورونو ته راستنېږي.
هغه وايي، هغه څوک چې تراوسه له طالبانو سره په جنګ بوخت وو؛ له افغان امنیتي ځواکونو سره د کار نه کولو ضمانت په ورکولو سره کولی شي، چې بېرته خپل کلي ته وګرځي. د طالبانو دا قوماندان تاییدوي، چې د مبارز هزاره کور یې سوځولی دی.
سرخ کوتل د بغلان ولایت د ډنډې غوري اړوند سیمه ده، چې له پلخمري سره ۶ کیلومتره فاصله لري. په دې سیمه کې دوه نظامي پوستې چې د سرخ کوتل او جرمن تپه په نامه دي؛ موقعیت لري.