د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په وسلهوالو جګړو کې د ملکي مرګژوبلې په اړه شپږمیاشتنی راپور خپور کړ.
د دغه راپور له مخې، د روان ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۸۸۰ امنیتي پېښو له امله ۲ زره ۹۵۷ ملکيانو ته مرګژوبله اوښتې چې له ډلې یې ۱۲۱۳ وژل شوي او ۱۷۴۴ نور ټپیان دي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مرستیال نعیم نظري وايي، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ملکي مرګژوبله د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۱ سلنه کمه شوې ده.
د نوموړي په وینا، په ۲۰۱۹ کال کې ۳ زره ۳۳۸ ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې وه چې له ډلې یې ۹۷۹ کسان وژل شوي او ۲ زره ۳۵۹ نور ژوبل شوي وو. له دغو شمېرو ښکاري چې په تېرو شپږو میاشتو کې په منځنۍ کچه هره ورځ ۱۶ ملکيانو ته مرګژوبله اوړي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د موندنو له مخې، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي مرګژوبلې له ډلې ۴۸.۵ سلنه یې د طالبانو، ۲۶.۷ سلنه د ناڅرګندو لاملونو، ۱۵.۵سلنه د دولتي ځواکونو، ۶.۳ سلنه د داعش ډلې او ۲.۳ سلنه هم د نړیوالو ځواکونو لهخوا اوښتې ده.
د دغه کمېسیون د رسنیو مسوول ذبېحالله فرهنګ وايي، د جګړې ښکېلې غاړې باید نړیوالو بشري حقونو ته درناوی وکړي او د ملکيانو له وژلو لاس واخلي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د راپور له موندنو ښکاري چې د ملکي مرګژوبلې له ډلې ۵۳۳ کسان په هدفي وژنو، ۲۵۹ د سړک غاړې او چسپکي ماینونو چاودنو کې، ۳۲۷ په ځمکنیو جګړو، ۱۸۹ په هوايي بریدونو او ۵ کسان هم په شپنیو عملیاتو کې وژل شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې د شپنیو عملیاتو له امله د اوښتې مرګژوبلې کچه ۹۰ سلنه کمه شوې ده.
د یاد کمېسیون راپور دغه راز ښيي چې د ملکي مرګژوبلې لوړه کچه په سوېل لوېدیځ زون کې چې د ۶۹۲ کسانو ته پهکې مرګژوبله اوښتې، ثبت شوې ده.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي چې ملکي وګړو ته له زیان رسولو ډډه وکړي او د سپر په توګه یې و نه کاروي.