د بشري حقونو خپلواک کمېسیون: پولیس له هیوادوالو سره قانوني چلند نه‌کوي

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رېیسې سیما سمر د بشري حقونو او پولیسو دوه ورځنۍ غونډې ته وویل، چې له هېواد والو سره د پولیسو چلن غیرانساني دی.

مېرمن سمر وايي، چې پولیس باید له ماشومانو، مېرمنو او معلولو وګړیو سره مناسب چلن وکړي.

مېرمن سمر ټینګار کوي، چې افغانستان کې به هغه وخت حکومتولي ټينګه شي، چې د پولیسو چلن له وګړیو سره قانوني او مسلکي شي.

خو د کورنیو چارو زویر تاج محمد جاهد په دغې غونډه کې وویل، که څه هم پولیس ستونزې لري؛ خو د هرې ورځې په تېرېدو سره دغه ځواک مسلکي کېږي.

جاهد زیاتوي، د پولیسو دنده د قانون پلي کول دي؛ خو د هېواد اوسني جګړه‌ییز حالت دې ته اړ کړي، چې له ترهګرو سره جګړه پرمخ یوسي او خپلې اصلي دندې ته شا کړي.

د افغانستان لوی څارنوال فرید حمیدي هم دغه راز غونډې ته په خبرو کې د عدلي او قضايي بنسټونو سره د پولیسو پر همکارۍ ټینګار وکړ، زیاته یې کړه، په کلیو او بانډو کې د پولیسو موجودیت مهم دی، ځکه چې ناامني په لېرو پرتو سیمو کې ده.

د فرید په خبره، په کلیوالي سیمو کې د امنیت او عدالت په ټينګښت سره د خلکو او دولت ترمنځ واټن له منځه تلی شي؛ خو که دغه اصل په پام کې ونه نیول شي؛ ښايي حالت له دې هم خراب شي او له ملي ځواکونو نه د خلکو لرېوالی زیات شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام