د بشري حقونو د خپلواک کېمسیون کمېشنرې قدریه یزدان پرست وايي، چې سږکال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۷،۳۲ سلنه پرښځو د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده.
یزدان پرست نن کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې تېر ۱۳۹۳ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتوکې په اقتصادي، جسني، فزیکي، لفظي او نور برخوکې ۲۴۰۳ پيښې د ښځو پروړاندې رامنځته شوې وې.
دې وویل، چې سږکال په لومړیو شپږو میاشتو کې بیا ددغه تاوتریخوالي کچه ۲۵۷۹ ته لوړه شوې ده.
" سږکال په لومړیو شپږومیاشتوکې ۷،۳۲ سلنه پرښځو د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې چې ۵۵۰ پیښې په اقتصادي، ۱۸۳ په جنسي، ۷۳۱ په فزیکي، ۹۰۰ په لفظي اروايي او ۲۱۵ په نورو برخوکې رامنځته شوې دي"
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مسولین د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي زیاتوالي کچې لوړوالی د خلکو په منځ کې، د اسلامي ښوونې او روزنې ټيټوالی بولي.
دغه راز، د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند رفع الله بیدار په کليوالي سیموکې د صحرايي محکموپه اړه وايي چې یوشمیر کسان د امنیتي تشې، قومي زور واکۍ او کمزوري امنیت څخه په ګټې اخیستنې سره ګټه پورته کوي.
بیدار زیاتوي، چې د قانون اجراکوونکو د غوڅ دريځ نشتون، عدالت ته د ښځو نه لاس رسی، د زورواکۍ پياوړتیا هغه لاملونه دي چې پرښځو د تاوتریخوالي کچه يې لوړه کړې ده.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، چې ی د سیمې ېوشمیر قومي مشران د دولت له کمزورې ادارې ګټه پورته کوي او په خپل شخصي زور صحرايي محکمو ته لار هواروي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په خپاره شوي راپور کې پرښځو د تاوتریخوالي نور لاملونه دولتي موقف ناوړه ګټه اخیستنه، بې وزلي، په عدلي برخه کې د پولیسو او څارنوالانو ترمنځ همغږۍ نشتون بولي.
له بل لوري د افغان دولت له لوري د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي نړيواله ورځ هم ونمانځل شوه.
په دغه غونډه کې ځينو د ښځو چارو فعالانو وویل، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه د ښځو په باب د ورځو په نمانځلو نه حليږي.
له دغې ورځې په کابل کې " سوله له کوره تر نړۍ" تر نامه لاندې نمانځنه وشوه.
د ولسمشر اشرف غني او اجرايوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له لوري په استول شويو پېغامونو کې ویل شوي وو، چې حکومت د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي سره د مبارزې په برخه کې متعهد دی.
په کابل کې د سواد زده کړې مشره هما نورستاني وايي، چې حکومتي مقامات په دغو ورځو کې يوازې پېغامونه ليږي او په عمل کې بیا هیڅ اقدامات نه کوي.
د نوموړې په خبره، حکومت باید د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مبارزې له پاره ځانګړې طرحه ولري.
له بل لوري د ښځو چارو وزیرې دلبري نظري وايي، چې د کال له پېل سره سم له درېیو څخه تر څلورو زرو پورې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ثبت شوې دي.