د برېښنا شرکت اجراییو رییس امانالله غالب په کابل کې خبري غونډې ته وویل، د ولسمشر غني د پرېکړې پربنسټ هغه زورواکي چې له ۵ میلیونو افغانیو زیات د دغه شرکت پوروړي دي که تر درېیو میاشتو پورې خپل پور ادا نهکړي له اداري فساد سره د مبارزې درنو جرمونو عدلي او قضایي مرکز ته به وروپېژندل شي.
د ښاغلي غالب په وینا دغو کسانو ته واردمخه مکتوبي او د رسنیو له لارې خبرداری ورکړل شوی؛ خو تراوسه یې اقدام نه دی کړی.
دی وايي، د حکومت د پرېکړې لهمخې هر څوک چې له پنځه میلیونه افغانیو زیات د برېښنا پوروړی دی مخامخ د درنو جرمونو سره د مبارزې مرکز ته ورپېژندل کېږي.
د برېښنا شرکت اجراییو رییس وایي د دغه شرکت د پوروړو نوملړ د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته لېږل شوی که دغو کسانو ټاکنو ته ځانونه نومولي وي د ټاکنو کمېسیون یې رد کړي.
د ښاغلي غالب په وینا، په تېرو اتو میاشتو کې د برېښنا شرکت له ۱۱.۵ میلیارده افغانیو پور، څه باندې ۲.۵ میلیارده افغانۍ حصول شوې دي.