د بدلون پاڅون خوځښت دا ځل په نوې بڼه اعتراض وکړ

د پلازمينې کابل ښار له خونړي چاودنې وروسته خلکو اعتراضونه وکړل بیا يې د خپل اعتراض کوونکو د حرکت نوم يې د "بدلون پاڅون" کېښود.

دوی دا ځل په نوې بڼه په کابل ښار کې راووتل او د موټر هارنونو په کولو سره يې خپل اعتراض څرګند کړ.

دغه معترضین یو وار بیا د ولسمشر، اجرایه رییس، ملي امنیت سلاکار، د ملي امنیت رییس او د کورنیو چارو وزیر د استعفا غوښتنه يې وکړه.

معترضینو همدارنګه وغوښتل چې پر لاریون  کوونکو د ډزو عاملین وپیژندل شي او ورته سزا ورکړل شي.

د دغو معترضینو یوه غړي عمر پرواني، چې د لاریون وروسته پریکړه‌لیک ولوست پکې راغلي، چې دوی یو ځل بیا د ولسمشر، اجرایه رییس، ملي امنیت سلاکار او ملي امنیت د رییس د استعفا غوښتنه کوي.

«د حکومتي مشرانو خودکامه ګي او قانون ماتونو دوام سره ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د خلکو او نظام په خیر نه دي پر دې اساس زموږ غوښتنه دا ده چې د هیواد په لوړه کچه مدیریت کې د کمزورۍ له امله او د نظام له ګډویدو مخنیوي په موخه باید له خپلو دندو استعفا ورکړي.»

همدارنګه معترضینو له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې د حکومتي مشرانو د خپل سریو مخه ونیسي او اجازه ور نه کړي چې د دموکراسي او له ترهګرۍ سره د مبارزې قرباني شي.

«اجازه دې نه ورکوي، چې په افغانستان کې يې له ترهګرۍ سره د مبارزې او دموکراسي تحکیم په برخه کې د  ۱ نیمې لسیزې هڅې د یوې نامشروع کړۍ د خپل سرۍ قرباني شي چې سیاسي واک يي د تقلب کودتا له لارې لاس ته راوړي.»

دغه خوځښت په کابل کې د روان کال جوزا میاشتې ۱۲ مې نیټې خونړي بریدو وروسته رامنځته شو او  وخت ناوخت اعتراضونه کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام