د بدخشان ولایت امنیه قومندان جنرال بابه جان وايي، چې د د دغه ولایت یمګان ولسوالۍ له دوو اوونیو درنې جګړې وروسته بیاځلي د افغان امنیتي ځواکونو لاسته ورغله.
د بدخشان ولایت سرپرست شاه ولي الله ادیب وايي، د یمګان ولسوالۍ په جګړه کې ۴۰ تنه ترهګر وژل شوي او ۴۰ تنه نور یې ټپيان شوي دي.
ادیب زیاتوي، چې په دغو وژل شویو کسانو کې ۱۰ تنه بهرني وګړي هم شامل دي.
نوموړي د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.
د یمګان ولسوالۍ د بېرته نیولو له پاره ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونو ګډون درلود.
شاه ولي الله ادیب وايي، چې د امنیتي ځواکونو د اکمالاتو لاره د جرم ولسوالۍ په خستک سیمې کې تړل شوې ده.
دی زیاتوي، چې که چېرې دغه لاره بېرته خلاصه نه شي په دغې سیمه کې د ناورین د رامنځته کېدو احتمال شته.
له دې وړاندې د بدخشان امنیه قومندان جنرال بابه جان ویلي و، چې د بدخشان جګړه ژر له منځه تلونکې نه ده.
نوموړي په خواشينۍ سره ویلي و، چې حالت ډېر نازک دی او د څو ولسوالیو د سقوط وېره شته، ده همدا ډول ویلي و چې د بدخشان د جګړې اور په پراخېدو کې د قرقیزستان، چچن، تاجکستان او ازبکستان هېوادونو لاسونه دي.
د بدخشان یمګان ولسوالۍ بېرته نیول په بدخشان کې د امنیتي ځواکونو د جګړه ییز مرال د قوي کېدو لامل کیږي.
خو لا دا معلومه نه ده، چې حکومت د بېرته نیول شویو ولسوالیو د امنیت د ټینګښت له پاره څه پلان لري.