د بدخشان ولایتي شورا غړی عبدالرحمن طلعت وايي، کوهستان ولسوالۍ له دوو ورځو راهیسې د طالبانو لهخوا کلابنده وه اوس د طالبانو لاس ته ورغله.
عبدالرحمن طلعت سلاموطندار ته وویل، بېګا شپې ماښام مهال د کوهستان ولسوالۍ امنیتي سرتېرو له نښتې پرته شاهتګ وکړ او د ولسوالۍ مرکز او امنیې قوماندانۍ د طالبانو لاس ته ورغله.
په خبره یې امنیتي ځواکونو د ولسوالۍ په دوه کیلومتره کې قرارګاه جوړه کړې او طالبانو د ولسوالۍ له نیولو سره د ودانۍ ټولې کړکۍ، دروازې او پنجرې ماتې کړي دي.
د ولایتي شورا دغه غړی وايي، د بدخشان ځايي اداره او مرکزي حکومت د طالبانو د ځپلو لهپاره اصلا اراده نه لري.
خو د بدخشان د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سید جهانګیر کرامت وايي، تراوسه پورې د ولسوالۍ مرکز د طالبانو لاس ته نه دی ورغلی او امنیتي ځواکونه لا هم د طالبانو له لوري کلابند دي.
په بدخشان ولایت د شلمې فرقې د دویمې لوا قوماندان محمد نعیم مجیدي وايي، کومانډو ځواک بېګا نیمه شپه د څرخکو په وسیله د کوهستان ستراتیژیکو سیمو ته لېږدول شوي دي او ډېر ژر به د ولسوالۍ بېرته نیولو عملیات پیل شي.
د ریپوټونو پربنسټ له یوې اوونې راهیسې په بدخشان ولایت کې د طالبانو جګړې شدت اخیستی او دغه ډله په تیشکان، شهدا او کوهستان ولسوالیو کې له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې دي.