څلور ورځې وړاندې د ميدان وردګو ولايت په جلريز ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو په بريد کې ١٢امنيتي پوستې د دولتي ځواکونو له ولکې ووتې، چې په پایله کې یې وسله والو مخالفينو ٢٤ سيمه ييز پوليس ووژل.
دا پیښه په هېواد کې له ډیرو اعتراضونو او نیوکو سره مخ شوې چې ګواکې حکومت له سيمه ييزو پوليسو سرهې همکاري نه ده کړې.
دغه راز، د حکومت اجرايي مشر عبدالله عبدالله د وزیرانو شوار په غونډه کې وویل، چې د جلريز پېښې د خلکو په ذهنونو کې ګڼې پوښتنې او اندېښنې را پيدا کړي.
عبدالله زیاته کړه، چې سيمه ييزو پوليس د دفاعي برخو پر لومړۍ کرښه کې دي او د ملي پوليسو او اردو په ګډون نور ټول ځواکونه مکلف دي چې د سيمه ييزو پوليسو ملاتړ وکړي.
و اجرایه مشر وویل، لومړنۍ څېړنې ښایي چې د جلريز په پېښه کې د سيمه ييزو پوليسو سره مرسته نه ده شوې او دوى تر خپل توان پورې مقاومت کړى او درنه مرګ ژوبله يې ور اړولې ده.
د نوموړي په وینا، دا يوه جدي موضوع ده چې تېره ورځ د امنيت شورا په ناسته کې وڅېړل شوه او حقيقت موندونکى پلاوى د دې موضوع د جدي پلټنې لپاره وګومارل شو.
هغه زیاته کړه، چې په جلريز ولسوالۍ کې چې سيمه ييزو پوليسو ته د مرستې رسونې په چاره کې په هره کچه ناغېړي شوې وي، په جدي ډول به يې وڅېړي او سرغړونکو ته به سزا ورکړي.
د حکومت اجرايي مشر وويل، خلک بايد ډاډ ولري چې حکومت به د هغوى پر وړاندې بې تفاوته پاتې نه شي چې له هېواده دفاع کوي.
عبدالله زیاته کړه، چې د جلريز ولسوالۍ پېښې په اړه به امنيتي چارواکي نن د وزيرانو شورا په غونډه کې وضاحت ورکړي او د هېواد د امنيتي وضعيت په اړه به خپل راپور وړاندې کړي.
خو له دې پیښې ژغوړل شوی سمیز پولیس علي ربیعي سلام طندار ته وویل چې څو ځلې دوې له اجراییه رییس، د اجراییه رییس له مرستیلانو، دفاع وزیر او له نورو مرستې غوښتي خو د هغوې له ژمنو سره سره هم په دې ولسوالۍ کې له دوې سره چا مرسته نه ده کړې.
نوموړي زیاته کړه چې له ۱۳ ساعتونو محاصرې وروسته د امنیتي پوستو له سقوط سره یوځای ۳۷ سمیز پولیس وژل شوي دي.
بلخوا، دمیدان وردګو والي حیات الله حیات په جلریز ولسوالۍ کې د سیمه ایزپولیس وژل کیدل د امنتي ځواکونو د عفلت پایله بولي.
په همدې حال کې تیره شپه د ملي امنيت شورا په غونډه کې د جلريز پېښه وڅېړل شوه او ولسمشر اشرف غني اعلان وکړ چې دا بريد به بې ځوابه پرې نه ږدي.
د ملي امنيت شورا دا پېښه په کلکو ټکو غندلې، هغه يې يو بشري جنګي جنايت بللی او د سيمه ييزو پوليسو مېړانه او يې ستایلې ده.
ولسمشر غني ویلي، چې د جلریز د پیښې د څیړنې په موخه یو دولتي پلاوی ټاکلی تر څو د میدان وردګو په جلریز ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستو د برید اصلي عوامل په جدي توګه وڅیړي او خپل راپور دې د درې ورځو په لړ کې ولسمشرۍ ته وړاندې کړي.
دغه راز، د ملي امنیت شورا پریکړه کړې چې دې ته ورته پیښو د مخنیوي له پاره باید جدي اقدام تر لاس لاندې ونیول شي او د امنیتي ځواکونو ترمنځ همغږي زیات شي.





