د اشکاشم د پراختیایي شورا مشر جوهربیک سلام وطندار ته وویل، د اشکاشم امنیې قوماندانۍ او پولهساتو ځواکونو لهخوا د مصرف کړې برېښنا لګښت نه ورکول د دې لامل شويدي چې پر دې ولسوالۍ د تاجکستان وارداتي برېښنا بنده شي.
د ښاغلي بیک په وینا، د اشکاشم اوسېدونکي له یوې اوونۍ راپهدېخوا تیاره کې ناست دي او ځايي چارواکیو ونهشو کړی چې دغه ستونزه حل کړي.
د بدخشان د برېښنا رییس سلطانمحمد عطايي د دې ولایت سرحدي ولسوالیو کې د پولهساتو ځواکونو کنډک او کمیسارۍ له لوري د مصرف کړې برېښنا پیسو نه تحویلول جدي ستونزه ګڼي.
د ده په خبره، د پولهساتي ځواکونه په زون پورې اړوند دي او هرکله چې مکتوب وراستوي؛ ځواب نه ورکوي. ښاغلی عطايي زیاتوي، هڅه کوي د مرکز له لارې د دغو پیسو حاصلولو ته زمینه برابره کړي.
خو د بدخشان امنیه قوماندان عبدالخالق اقسای وايي، د پولیسو د برېښنا مصرف یې اجرا کړی او هیله لري چې دفاع وزارت پورې اړوند سرحدي پولیس هم د خلکو ستونزې هواري په موخه د خپلې مصرف کړې برېښنا پیسې ورکړي.
نږدې څلور کاله کېږي چې د بدخشان د سرحدي ولسوالیو برېښنا تاجکستان ورکوي او دا لومړی ځل دی چې د تاجکستان حکومت د دغه ولایت د یوې ولسوالۍ برېښنا پهدې دلیل قطع کړې چې د لګښت پیسې یې نهدي ورکړي.