د بدخشان د کال ۳۰۰ منه شات پلور نه‌لري

بدخشان کې په دې وروستیو کلونو کې د مچیو روزلو مینه‌وال زیات شوي دي او دغه ولایت کې د مچیو روزلو زیات شمېر فارمونه جوړ شوي دي، خو د دې محصول له‌پاره د بازار نه‌شتوالی یو له مهمو ستونزو دي چې مچۍ روزونکي ورسره مخ دي.

د دغه ولایت په مرکز فیض‌اباد ښار کې د مچۍ روزلو د یو فارم مسول مبارز وايي، د دوی د شاتو محصول په کال کې ۳۰۰ منو ته رسېږي خو د دغه تولید د پلور بازار نه‌شتوالي له کبله د دوی په اقتصادي وضعیت کې هېڅ ډول بدلون نه دی راغلی.

په خبره یې د مچۍ روزلو د اړتیاوړ موادو نشتون او د دولت نه ملاتړ لامل شوی هغوی د مچیو روزلو زیاتره مواد او تجهیزات له پاکستان نه راوړي.

د بدخشان مچۍ روزونکي وايي، د بدخشان بازارونو ته د بې‌کیفیته شاتو واردول لامل شوي چې د هغوی د محصولاتو بازار کم‌رنګه شي او له دغو محصولاتو سره د سیالۍ توان نه‌لري.

خو د بدخشان د کرنې رییس محمدعالم عالمي وايي، سیمه‌ییز حکومت په پام کې لري ترڅو مچۍ روزونکیو ته د بسته‌بندۍ لارې چارې ور وښيي، د نښان په نصب سره د بدخشان د شاتو هویت مشخص کړي، د بازار موندنې او د پېرېدونکیو ډاډ ترلاسه کولو له‌پاره زمینه برابره کړي.

د دغه ولایت د کرنې ادارې مسوولان وايي، هغوی د بېلابېلو نندارتونونو په جوړلو سره هڅه کوي د مچۍ روزونکیو محصولاتو له‌پاره بازار موندنه وکړي او د بدخشان د شاتو بازارموندنې له‌پاره نور پروګرامونه هم ترلاسه لاندې ونیسي.‌

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام