د بامیان ولایت سلګونو اوسېدونکیو، مدني فعالانو او فرهنګیانو د یوه اعتراضي لاریون پر مهال د صلصال او شهمامې د ورانېدلو نولسمه کلیزه ونمانځله.
معترضانو چې بېګاه ماښام د صلصال مخې ته چې په ۱۳۷۹ کال کې د طالبانو له لوري زیانمن شوی، «له بودا سره د یوې شپې» په نوم پروګرام کې راټول شوي وو، د یادې ډلې د محاکمه کولو غوښتنه یې وکړه. دوی د یوه شپږ مادهيیز پرېکړهلیک په خپرولو سره ټینګار وکړ چې طالبان باید د بودا او نورو تاریخي میراثونو د ورانولو تاوان ورکړي.
په پرېکړهلیک کې لیکل شوي چې نړیواله ټولنه دې د بامیان له محلي ادارې او خلکو سره په ګډې همکارۍ په دغه ولایت کې د پاتې فرهنګي میراثونو ساتنه وکړي.
دغو معترضانو پر ټولنیزو رسنیو د «موږ طالبان نه بښو» په نوم یو کمپاین هم پیل کړی دی.
دوی اندېښنه ښيي چې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو کې د تاریخي میراثونو د ساتنې موضوع له پامه غورځېدلې ده.
د بامیان ولایت فرهنګي فعاله زهرا حسیني له حکومته غواړي چې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو پر مهال د هېواد د تاریخي میراثونو موضوع په جدي توګه یاده او طالب ډله دې د یونسکو په مخ کې دې ژمنه وکړي چې نور به فرهنګي جنایت نه کوي او د بودا په څېر به تاریخي میراثونه نه ورانوي.
د بامیان یو مدني فعال ابراهیم تولا د طالبانو له لوري د بودا ورانول یو فرهنګي ټولوژنه بولي او دا د خلکو د ګډ میراث او تمدن پر وړاندې جنایت بولي.
د فرهنګي چارو شنونکی او د کابل پوهنتون استاد سیدنورالدین علوي وايي، که طالبان یو ځل بیا د بودا سیمو ته ورشي، راتلونکی نظام به له سختو ستونزو سره مخ شي.
د بامیان والي محمدطاهر زهیر وايي، دولت او افغانان د طالبانو هېڅ ډول ناقانونه غوښتنې نه مني. هغه زیاتوي، د فرهنګي میراثونو ساتل د نړیوالو فرهنګي ټولنو پر وړاندې د افغان دولت یوه مهمه ژمنه ده.
د بامیان اوسېدونکي، مدني فعالان او فرهنګیان له حکومته غواړي چې د بودا د ورانولو ورځ د «تورې او تیارې» ورځې په توګه د هېواد په ملي کلیزه کې ځای کړي، څو هر کال دغه ورځ په هېواد او بهر کې ونمانځل شي.
طالبانو د ۲۰۰۱ میلادي کال د مارچ په نهمه د ملامحمد عمر له فتوا سره سم د بامیان بوتان وسوځول او د دې میاشتې په یوولسمه د صلصال او شهمامې یوازې دوه سوري پاتې شول. دا بوتان د طالبانو له لوري تر ورانېدو مخکې د بودا تر ټولو ستر بوتان او په نړۍ کۍ تر ټولو لوړې مجسمې یادېدې.