د بامیانو په ورس ولسوالۍ کې یوه ۲۵کلنه مېرمن په اور کې وسوځېده

پرون (جمعه) د بامیانو د ورس ولسوالۍ په سراب سیمه کې د بختاور په نوم یوه ۲۵کلنه مېرمن په تنور کې سوځېدلې ده.

د سراب سیمې اوسېدونکی او د اغلې بختاور نږدې خپلوان عبدالله مروج سلام وطندار ته وویل چې بختارو ۵کاله مخکې له خپل مېړه سید محمدحسین سره تښتېدلې وه او په‌دې پنځو کالو کې د خپل مېړه، خواښې او لومړۍ مېرمنې له لوري په ځلونو ـ ځلونو وهل شوې او ډبول شوې‌ده.

ښاغلی مروج د بختاور د مور په حواله وايي چې دوی د بختاور په مېړه محمدحسین او د هغې په مور مهتاب باندې شکمن دي. له بختاور یو ۳کلن ماشوم پاتې دی او د دې پېښې پرمهال یې ۶میاشتنی ماشوم په ګېډه و.

خو د بامیانو ولایت د ښځو چارو رییسه کریمه سالک وايي، اغلې بختاور ځان‌ نه‌دی سوځولی او بل چا هم تنور ته نه‌ده وراچولې، بلکې تنور کې د یو دروند لوښي د اېښودلو پرمهال ته ورلوېدلې ده.

د وروس ولسوالۍ امنیه قوماندن ناصر ورسي وايي، په‌دې اړه جنايي پلټنې پیل شوې‌دي؛ خو تر اوسه نه‌ده څرګنده شوې چې اغلې بختاور په‌خپله ځان سوځولی او که بل چا سوځولې ‌ده.

د ښاغلي ورسي په وینا، تر اوسه په‌دې تړاو څوک نه‌دی نیول شوی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام