د بادغیس د بالامرغاب سقوط او د پوځې کنډک محاصره

د بالامرغاب ولسوالۍ د سقوط په دوام نن د بادغیس لسګونو تنو اوسېدونکیو او د ولایتي شورا غړیو دې ولایت ته د مرکزي حکومت د بې‌توجه‌يۍ پر وړاندې اعتراض کړی او د ولایت مقام دروازه یې تړلې ده.

د بادغیس د ولایتي شورا غړی محمدناصر نظري وايي، د بالامرغاب امنیه قومانداني تازه د طالبانو تر ولکې لاندې راغلې او په کې مېشتو ځواکونو دې ولسوالۍ کې پوځي کنډک ته پناه وړې ده.

ښاغلی نظري خبرداری ورکوي چې د پوځ کنډک د طالبانو په محاصره کې دی او که‌چېرې ژر تر ژره مرستندویه ځواکونه ور ونه رسېږي؛ ملي‌اردو سرتېري به د طالبانو له لوري ووژل شي.

په ولسي جرګې کې د بادغیس د خلکو استازی ضیاالدین اکازی هم وايي، له تېرو دوو ورځو راهیسې بالامرغاب کې جګړه سخته شوې؛ خو هېڅ مرستندویه ځواک یادې ولسوالۍ ته نه‌دی ور استول شوی.

خو د بادغیس والي عبدالغفور ملکزی وايي، د هوايي ځواک په ملاتړ مرسته‌کوونکي ځواکونه بالامرغاب ولسوالۍ ته رسېدلي او هوايي بریدونو کې شاوخوا ۱۰۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ټپیان شو‌ي‌دي.

د بادغیس ولایت بالامرغاب ولسوالۍ په‌داسې حال کې سقوط کوي چې تېره ماښام طالبانو د همدې ولایت په آبکمري ولسوالۍ برید وکړ او دا ولسوالۍ یې هم ونیوله.

د بادغیس دولایتي شورا د مرستیال عبدالله افضلي په خبره، طالبانو د آبکمري ولسوالۍ، امنیه قوماندانۍ او د پوځ د کنډک د ودانیو تر نیولو وروسته ټول پوځي تجهیزات له ځان سره وړي او ودانیو ته یې اور ورته کړی‌دی.

ورته مطالب:

طالبانو د بادغیس بالامرغاب او ابکمري ولسوالۍ ونیولې

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام