د ایران او امریکا ټکر به د افغانستان د سولې پر خبرو او اقتصاد اغېز وکړي

قطر کې د سولې یوولسم پړاو خبرو پر مهال د عراق بغداد کې د امریکا له لوري د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه‌پاسدارانو د قدس ځواک قومندان د قاسم سلیماني وژل کېدل، د افغانانو اندېښنې راپورته کړې دي.

که څه هم دغو خبرو تر دامهاله د پام وړ پایله نه ده درلوده، خو بیا هم خلک تر بل هر وخت زیات د امریکا او ایران ترمنځ د اړیکو ترینګلي کېدو په اړه اندېښنه ښيي.

د نړیوالو چارو کارپوهان هم د خلکو  د اندېښنو په تايير سره وايي، افغان حکومت باید اوسنیو شرایطو کې په ډیپلوماټیک درایت سره خپله بې‌طرفي وساتي.

محب الله شریف سلام‌وطندار ته وايي، که څه هم د ایران د سپاه‌پاسدارانو د قدس ځواک د قومندان وژل کېدل به د سیمې هېوادونو پر وضعیت، اقتصاد او افغانستان کې د سولې پر خبرو اغېزې وکړي، خو ډېره د اندېښنې وړ خبره نه ده.

نوموړی د فاطمیون لښکر ته په اشارې وايي، د افغانستان له خاورې د امریکا پر وړاندې هر ډول ابزاري، استخباراتي او غچ‌اخیستونکی کار ناممکنه ښکاري.

د نړیوالو چارو بل کارپوه عثمان کامران وايي، ایران تل له طالبانو په ملاتړ تورن دی او د سپاه‌پاسدارانو د قدس ځواک د قومندان پر وژل کېدو سره، د افغانانو ترمنځ د افغانستان د سولې خبرو د سبوتاژ کېدو په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.

خو د طالبانو حکومت کې د عدلیې پخوانی وزیر سید اکبر اغا سلام‌وطندار ته وايي، د ایران د سپاه‌پاسدارانو د قدس ځواک د قومندان قاسم سلیماني وژل کېدل به د افغانستان پر سولې او امنیت دومره منفي اغېزې ونه‌لري.

 د نوموړي په وينا، دا امکان نه لري چې ایران دې د افغانستان په خاوره کې له امریکا د غج اخیستو په هڅه کې واوسي.

د ایران د سپاه‌پاسدارانو د قدس ځواک قومندان قاسم سلیماني چې د امریکا په نوملړ کې وو، د جمعې په سهار د عراق پلازمېنې بغداد کې د امریکايي پوځ په برید کې ووژل شو.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ قاسم سلیماني د افغانستان په ګډون بېلا بېلو هېوادونو کې د زرګونو امریکايي ځواکونو قاتل بللی او ویلي يې دي چې، سلیماني له مالي، لوژستیکي او تسلیحاتي اړخه له طالبانو ملاتړ کاوه.

اړوند مطالب:

عراق کې د ایران د سپاه پاسدران ځواکونو مشر ووژل شو

د قاسم سليماني پر وژنې غبرګونونه؛ ايراني چارواکيو خبرداری ورکړ

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام