د سویټزرلينډ په ښار لوزين کې د نړۍ د شپږو سترو هېوادونو او ايران تر منځ د تهران اټومي پروګرام پر موضوع خبرې اترې مهم پړاو ته رسېدلي دي.
د نړۍ د قوت لرونکیو هېوادو په باور، دغه دوه ورځنۍ غونډه بايد نن (د مارچ په ۳۱مه) حتمي يوي پرېکړې ته ورسېږي، چې غربي هېوادونه، ايران له اټومي انرژنۍ را وګرځوي او دغه هېواد له اقتصادي بنديزونو نه ځان خلاص کړي.
د ايران پر لانجمن اټومي پروګرام له تېرو ۱۸ مياشتو راهیسې خبرې اترې روانې دي.
د ناستې د ګډوالو ويلي، چې نن به د پرېکړي لپاره حتمي يوه طرحه وړاندې شي او د روان کال د (جون په۳۰مه) به عملي وشي.
نيويارک ټايمز ورځپاڼې په خپل وروستي راپور کې ليکلي، چې ايراني چارواکي اوس له خپل پخواني دريځ نه بېرته شاته شوي، چې ويل يي د يورانیمو د غني کولو لويه ذخيره به روسيې ته ولېږدوي.
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال عباس عرقشي خبريالانو ته ويلي، چې دوی د داسې هوکړې ملاتړ نه کوي، چې له مخې یې د یورانیمو ذخیرې نورو هېوادونو ته وسپاري.
په دغې غونډه کې د امريکا، جرمني، روسيې، بريتانیا، فرانسې، سوئټزرلينډ او اروپايي ټولنې غړي له ايراني چارواکیو سره په خبرو بوخت دي.
دغه خبرې اترې د تېرې دوشنبې په ورځ پيل شوي او نن يې اخېري ورځ ده.
ورځپاڼه زياتوي، چې نېږدې ټوله نړۍ د دغې غونډې پایلو ته په تمه ده، چې څه به کېږي.
د سپيني ماڼۍ وياند جوش ارنسټ د يکشنبی په ورځ خبريالانو ته وويل، چې ايران بايد په خپل لانجمن اټومي پروګرام بنديزونه ومني او دا هم څرګنده کړي، چې دوی اټومي بم نه جووړي.
د امريکا پارلمان، ايران ګواښلی، که چېرې يي د خبرو اترو سره – سره بیا هم د خپل اټومي پروګرام د غني کولو هڅې وکړې؛ نو له نورو اقتصادي بنديزونو سره به يې مخ شي.
غربي هېوادونه غواړي په ځانګړي ډول امریکا غواړي، چې ايران لږ تر لږ د راتلونکيو لسو کلونو لپاره خپل اټومي پروګرام په ټپه ودروي، خو ايراني چارواکي وايي، چې د ډېرې مودې لپاره د دغه پروګرام د ځنډولو ته چمتو نه دي.