د اورکم څلورمه ورځ؛ زابل کې طالبانو د ملي اردو ۴ سرتېري ټپيان کړي

که څه هم د تاوتریخوالي کمولو یا اورکم اوونۍ له پیل راهیسې افغان وګړيو یوه ورځ هم د طالبانو له خوا له تاوتریخوالي، نښتو او برمته نیونو پرته نه ده تېره کړې، خو بیا هم ډېری ولایتونه له نسبي ارامۍ سره مخ وو او د تاوتریخوالي کچه په کې کمه وه.

د اورکم اوونۍ څلورمه ورځ د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په انځورګي سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې سره پيل شوه. د زابل ولایت د والي ویاند ګل اسلام سیال سلام وطندار ته وايي، دغه پېښه نن سهار ۹ بجې شوې او په پایله کې یې د ملي اردو ۴ سرتېري ژوبل شوي دي.

سیال زیاتوي چې دغه ماین د طالبانو له لوري خښ کړل شوی و.

د سلام وطندار محلي او ولایتي سرچینې وايي، له زابل پرته په نورو ولایتونو کې د طالبانو له خوا جنګي پېښې او چاودنې نه دي ثبت شوي.

 دا په داسې حال کې ده چې د اورکم درېیمه ورځ په بلخ، سمنګانو، غزني، هلمند، کندهار، روزګان، فراه، غور او میدان وردکو ولایتونو کې له نښتو، چاودنو او برمته نیونو سره مل وه.

 د دغو پېښو له ډلې تر ټولو تازه یې د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره د طالبانو مخامخ جګړه ده چې په کې ۴ پولیس سرتېري او ۲ طالبان ژوبل شوي او یو طالب وژل شوی دی.

په غزني د پوځ د درېیمې لوا ویاند علي شکاري وايي، نښته د غزني – کندهار پر لویه لار شوې ده.

د غزني ترڅنګ، طالبانو په غور ولایت کې هم په یو لړ فعالیتونو لاس پورې کړ او د چهارسدې ولسوالۍ له غازيانو کلي یې ۸ ملکي وګړ وتښتول.

 د چهار سدې ولسوالۍ امنیې قوماندان حبیب الله راجعي سلام وطندار ته وايي چې دغه کسان له دولت سره د همکارۍ په تور برمته شوي او د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو ته وړل شوي دي.

د سيمه‌ييزو سرچینو په حواله، طالبانو د اورکم په درېیمه ورځ د بلخ په چهارکنت ولسوالۍ کې هم د ولسي پاڅونوالو څلور سرتېري او د یوې ښځې په ګډون درې ملکي وګړي په ډزو وژلي دي.

 دغه راز طالبانو په فراه، هلمند، میدان وردکو، کندهار او سمنګانو کې هم د امنیتي ځواکونو پر کاروانونو ډزې کړي، د سړک غاړې ماینونه یې الوځولي او ځینې کسان یې له ځانه سره وړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي سلام وطندار ته وايي چې طالبانو له تېرې ورځې راهیسې په فراه، غزني او زابل ولایتونو کې بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۵ سرتېري وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل شوي دي.

طالبانو هم په زابل او فراه ولایتونو کې د سړک غاړې پر ماینونو د دولتي ځواکونو ختل مني او وايي چې په دغو چاودنو کې یې ۴ سرتېري وژلي  او ۵ نور یې ژوبل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په نورو ولایتونو کې امنیتي وضعیت د پام وړ ښه شوی او خلک ارام ژوند تېروي.

په دې تړاو:

په بېلابېلو ولایتونو کې د اورکم د پلي کېدو هرکلی وشو

د تاوتریخوالي کمولو لومړۍ ورځ کې څه تېر شول؟

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام