د امریکا ولسمشر بارک اوباما ناسکه ورور مالک اوباما وايي، چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرامپ ته رایه ورکوي.
هغه د ټرامپ په ګټه د خپلې رايې کارولو یواځنی لامل دا بولي، چې ورور يې (بارک اوباما) په کنیا کې خپلې کورنۍ ته د پام وړ کار نه دی کړی.
مالک اوباما: ټرامپ یو زړه راښکوونکی او جذاب انسان دی
د بارک اوباما ناسکه ورور د کوګیلو پلرنۍ ټاټوبي څخه يې د ټېلفون پر کرښه د ټرامپ د شخصیت ستاینه کړې او هغه ته يې د یو شکسته نفسه او جذاب انسان خطاب کړی دی.
نوموړي ویلي، چې ټرامپ غواړي په امریکا کې امنیت راوړي او له متحده ایالاتو یو لوی هېواد جوړ کړي.
د بارک اوباما ناسکه ورور ویلي، چې د خپل ورور سره اوس هم مینه لری، خو په خواشینۍ انداز يې زیاته کړې چې اوباما د خپل ولسمشرۍ په لومړیو کې ویلي و، چې هغه نه شي کولی کینیا ته د خپل قدرت پر مهال ورشي او د خپلې کورنۍ غړي وګوري.
مالک وايي، چې د بارک اوباما دغه کړنه غېر منطقي وه او ولسمشر اوباما د دوی کورنۍ ته ښه خدمت کولای شوای.
اوباما د خپل پلار سره
مالک اوباما همدا اوس دوه تابعیته لري یو امریکايي او بل يې کنیايي او وايي، چې له ۸۰ یمې لسیزې راهیسې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړې ده.
کله چې بارک اوباما په ۲۰۰۹ م ز کال کې ولسمشر شو، نو د لومړي ځل له پاره يې په ۲۰۱۵م ز کال کې کینیا ته لاړ، خو د کوګیلو له کلي يې لیدنه و نه کړه.
یاده دې وي، چې کوګیلو يې پلرنی ټاټوبی دی او د متحده ایالاتو اوسني ولسمشر بارک اوباما پلار په همدغه کلي کې ښخ شوی دی.
په امریکا کې ولسمشریزې ټاکنې رانږدې دي او د جمهوري غوښتونکي ډونالډ ټرامپ او دموکرات پلوې هیلیري کلنټن ترمنځ قوي رقابت روان دی.
جالبه دا، چې د مالک اوباما ورور او د امریکا اوسنی ولسمشر بارک اوباما د موکرات غوښتونکې کاندیدې هیلیري کلنټن او د ټرامپ مخالفې ملاتړ اعلان کړی.
د ډونالډ ټرامپ یو ځانګړی خصوصیت دا دی، چې د پخوانیو ولسمشریزو ټاکنو له هیڅ نوماند سره ورته والی نه لري.
هغه چې کله د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته ځان کاندید کړ، نو ډېرو کمو خلکو به دا انګېرله، چې ګوندی دی به دومره مخکې شي.
اوس ډونالډ ټرامپ په یو جنجالي څېرې بدل شوی او د مهاجرینو او مسلمانانو په اړه د خپلو تندو نظریاتو له امله په تبعیض هم تورن دی.