د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د محب احضارېدل

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغان ولسمشر محمداشرف غني د ملي امنیت مشاور حمدالله محب احضار کړی او هغه ته یې ویلي، پر زلمي خلیلزاد ـ چې د افغان سولې له‌پاره امریکا ځانګړی استازی دی ـ تور پورې کول د امریکا پر بهرنیو چارو وزیر تور پورې کول دي.

ورته مطالب:

محب: له طالبانو سره سوله به د نړۍ‌وال تروریزم د ختمېدو معنا ونه‌لري

د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوو طرحو په اړه هوکړه

د سولې په خبرو کې ابهام او له ترهګرو سره د پاکستان اړیکې باید روښانه شي

ښاغلي محب له خبریالانو سره په خبرو کې پر زلمي خلیلزاد تور پورې کړی و چې ولسمشر محمداشرف غني څنډې ته کوي او د موقت حکومت جوړولو هڅه کوي.

د ملي امنیت مشاور په امریکا کې خبریالانو ته ویلي چې زلمی خلیلزاد د خپلې شخصي موخې له‌پاره د موقت حکومت جوړول او د هغه په راس کې درېدل غواړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د حمدالله محب دا خبرې تردیدوي او هغه یې د بهرنیو چارو وزارت ته ور احضار کړی او ورته ویلي یې دي چې هغه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی دی چې پر هغه برید په بهرنیو چارو وزیر برید ګڼل کېږي.

دې وزارت خبرداری ورکړی‌دی چې دا ډول څرګندونې د سولې خبرې اترې او د کابل ـ واشنګټن اړیکې له ستونزو سره مخولی شي.

له‌دې مخکې هم په ښاغلي خلیلزاد باندې په غیر رسمي ډول د دې تورونه پورې شوي‌وو چې له طالبانو سره یې د سولې خبرو اترو په تړاو پروژه اخېستې او ممکن دا خبرې یوازې د ده تر شخصي ګټو منحصرې پاتې شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام