
د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سفرونو په تازه لړۍ کې، ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ولسمشر محمداشرف غني له زلمي خلیلزاد سره لیدلي او د دواړو لوریو د بینالافغاني خبرواترو په اړه بحث کړی دی.
د ارګ په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې یاده ناسته بېګاه ماښام د ملي مصالحې شورا عبدالله عبدالله په ګډون شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، له خلیلزاد سره د ولسمشر د بحث موضوع د اوربند غځېدل، د تاوتریخوالي کموالی، د دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرواترو پیل او د بندیانو تبادله وه.
د ملي مصالحې شورا هم په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې عبدالله او خلیلزاد په یاده ناسته کې د بندیانو د تبادلې پروسې د پای ته رسېدو، اوربند او د مخامخ خبرواترو د پیل په اړه خبرې کړې دي.
یادې شورا ویلي چې دواړو لوریو د دولت او طالبانو له لوري د درې ورځني اوربند د هرکلي ترڅنګ، هیلهمندي ښودلې چې تاوتریخوالی باید د سولې خبرواترو له پیل وړاندې کم شي.
دولت او طالب ډلې د لوی اختر په درې ورځو کې اوربند کړی دی. تر اوسه روښانه ده چې دغه اوربند به نور هم وغځېږي که نه.





