د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوو طرحو په اړه هوکړه

د قطر په پلازمېنې دوحه کې د امریکا او طالب‌استازیو ترمنځ د پنځمې دورې غونډه له ۱۶ ورځو خبرو اترو وروسته پرون ناوخته پای ته ورسېده.

د افغانستان د سولې له‌پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ټویټر لیکلي چې د دواړو لوريو له خوا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو او له ترهګرۍ سره د مبارزې تضمین پر طرحو خبرې او توافق شوی‌دی.

ښاغلي خلیزاد ویلي چې سولې ته د رسېدلو له‌پاره باید په دوو نورو مواردو هم، یانې بین‌الافاني خبرو اترو او «هراړخیز اوربند» باندې توافق وشي.

خو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په‌دې غونډې کې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پرضد د نه استعمال هوکړې شوې‌دي.  

د خبرپاڼې په یو بل ځای کې راغلي، د بهرنیو ځواکونو د وتلو د جدول او د راتلونکي افغانستان په اړه په خبرو کې پرمختګ شوی‌.

طالبانو د لا ډېر پرمختګ له‌پاره د فکر او له مشرانو سره د مشورو له‌پاره خبرې اترې درولې دي.

طالبانو په خبرباڼه کې یاده کړې‌ده چې د دې دور غونډې کې له «کابل ادارې» سره د اوربند او مذاکراتو د کولو په اړه هېڅ ډول پرېکړه نه‌ده شوې او دا موضوعات په اجنډا کې نه‌وو.

په ورته وخت کې افغان حکومت د امریکا او طالب‌استازیو ترمنځ د خبرو اترو هرکلی کړی‌دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري په‌خپل ټویټر لیکلي، حکومت هیله‌من دی چې نږدې راتلونکي کې د اوربند اعلان او د بین‌الافغاني خبرو اترو زمینه برابره شي.

ورته مطالب:

قطر کې د افغان سولې خبرې جدي پړاو ته رسېدلې دي

محب: له طالبانو سره سوله به د نړۍ‌وال تروریزم د ختمېدو معنا ونه‌لري

«د دې ضمانت نه منو چې افغانستان به د ترهګرو په ځاله نه بدلېږي»

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام