د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ نړیواله اداره (یونیسف) وايي، په افغانستان کې ۲،۵ میلیونه ماشومان او میندې د خوارځواکې تر کچې لاندې ژوند کوي.
دغې ادارې په یوه تازه خپاره کړي راپور کې زیاته کړې چې تر پنځو کلونو ښکته ۲ میلیونه ماشومان او ۴۸۵ زره امیدواره او شیدې ورکوونکې مېرمنې له بشپړ غذايي خوندیتوب نه بېبرخې دي. یونیسف دغه مالومات د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د شوې سروې له مخې را ټول او وړاندې کړي دي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ نړیوالې ادارې اندېښنه ښودلې چې په افغانستان کې د غذايي خوندیتوب د نه موجودیت له کبله به ماشومان پر ګڼو ناروغیو اخته کړي.
د یونیسف د مالوماتو له مخې، اوس ۶۰۰ زره افغان ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخامخ دي چې په دې ډله کې ۹ برابره هغه یې ان د مرګ له ګواښ سره هم مخ دي.
دغې ادارې ټینګار کړی چې په ۲۰۱۹ کال کې به هم په افغانستان کې د تېر کال په څېر د وچکالۍ دوام د خلکو، په ځانګړې توګه د ماشومانو او امیدواره میندو پر غذايي خوندیتوب منفي اغېز وکړي او په دغه کال کې به ۶،۳ میلیونه کسان لومړنیو بشري مرستو ته اړتیا ولري.