د سولې عالي شورا ویاند سید احسانالدین طاهري سلاموطندار ته وویل، د را روانې سېشنبې په ورځ به د افغانستان سولې او ثبات په اړه د سعودي عربستان په جدې ښار کې د پاکستان په ګډون د اسلامي نړۍ ۳۶ هېوادونو د شاوخوا ۱۲۰ دیني علماوو ګډه غونډه جوړه شي.
دی وایي، دا لومړی ځل دی چې د اففان سولې په اړه د اسلامي هېوادونو دا ډول یو ستر کنفرانس جوړېږي او دوې ورځې یا د جولای لسمې او یوولسمې پورې به دوام وکړي. د طاهري په وینا، پرانېستونکې غونډه به په جدې ښار او پای غونډه به یې د مکېمکرمې ښار کې جوړه شي.
د سعودي عربستان کنفرانس کې د افغانستان د دیني عالمانو پلاوی هم ګډون کوي؛ خو طالبانو واردمخه یوې خبرپاڼې کې پهدې کنفرانس کې له ګډونه ډډه کړې او دا یې د افغان او امریکايي چارواکیو تر اغېز لاندې کسانو غونډه بللې.
د سولې عالي شورا او د افغانستان د عالمانو شورا غړي عطاالله لودین سلاموطندار ته وویل، که د اسلامي نړۍ دیني عالمان افغانستان کې روانه جګړه حرامه وبولي؛ نو طالبان اړ دي سولې ته غاړه کېږدي.
ښاغلی لودین وايي، تمه ده یاده غونډه د افغانستان جګړې په اړه د مشخص پیغام په ورکولو سره روانه جګړه ناروا اعلان کړي.
دا څرګندونې داسې مهال مطرحېږي چې د چارو کتونکی قاضي حسن حقیار وایي، که د سعودي کنفرانس کې افغانستان کې د سولې په راوستلو، سولهییز حل او د امریکایانو په حضور بحث وشي او وتل یې اړین وبلل شي؛ مثبتې پایلې به ولري.
د هغه په وینا، که دې کنفرانس کې د طالبانو ۱۶ کلن مقاومت او روانه جګړه ناروا وبلله شي؛ مثبتې پایلې به ونهلري.
دی وايي، طالبانو جګړه د سعودي په فتوا نهده پیل کړې او نه به یې د هغه هېواد په فتوا پای ته ورسوي.
دا داسې مهال دی چې لهدې مخکې اندونیزیا کې هم د افغان سولې په اړه د پاکستان په ګډون د یو شمېر اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو ګډه غونډه جوړه شوه؛ خو د طالبانو پلاوي پهکې ګډون نه و کړی.
شاوخوا یوه میاشت مخکې ۳۵۰۰ افغان دیني عالمانو د کابل په دودیزې لویې جرګې کې روانه جګړه ناروا وبلله.