په کابل کې له "افغان اتلانو سره د مرستې" په نوم یو خیریه نادولتي بنسټ جوړ شو، چې موخه یې له افغان امنیتي ځواکونو سراسري ملاتړ دی.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس او د افغان اتلانو د مرستې بنسټ مشر رحمت الله نبیل نن (پنچ شنبه) د دغه بنسټ پرانیستغونډې ته وویل، افغان امنیتي ځواکونه ملي او نړیوالو مرستو ته اړتیا لري او د هغوی د ملاټر په موخه يي دغه بنسټ افغان امنیتي سرتېرو ته د ملاټر په موخه جوړ کړی.
نبیل غونډې کې ډاډ ورکړ، چې دا بنسټ هېڅ ډول سیاسي او اقتصادي موخه نه لري او په هېواد کې دننه او بهر يي له ټولو وطنوالو وغوښتل چې د امنیتي سرتېرو ملاټر وکړي.
نبیل همدا ډول وویل، د امنیتي ځواکونو له قرباینیو هر ډول استفاده جفا ده او زیاته یې کړه، چې امنیتي ځواکونه به پرې نږدي، چې افغانستان د ترهګرو په ځاله بدل شي.
په ورته وخت د ملي امنیت پخواني رییس امرالله صالح چې د دغه بنسټ مشورتي بورد غړيتوب لري غوندې ته وویل، یو شمېر شنونکي وايي د امنیتي ځواکونو ترمنځ همغږي نشته چې دا بې بنسټه ده په اصل کې د سیاسیونو او امنیتي ځواکونو ترمنځ همغږي موجوده نه ده.
امرالله صالح وویل، سیاستوال یوازې ځان خوښوي او له همدې امله یې له امنیتي ځواکونو سره اړیکې پرې دي.
د امرالله په باور تر هغې چې د سیاستوالو او امنیتي ځواکونو ترمنځ زړه سواندي او همغږي رامنځته نه شي په هېواد کې سوله نه شي راتلی.
صالح وویل، دولت د هېچا او هېڅ قوم ځانګړی حق نه دی، باید ټول د نظام د پیاوړتیا له پاره مسوولیت ادا کړي.
د ملي دفاع وزارت پخوانی لوی درستیز شیر محمد کریمي وویل، چې د ملي دفاع وزارت، د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت لوی ریاست له افغان امنیتي ځواکونو سره ښه همکاري نه کوي او له نظامي امکاناتو په مناسب فرصت کې استفاده نه کوي.
د شیر محمد په خبره، افغان سرتېري د شپې او ورځې د طالبانو په کلابندۍ کې دي، خو هېڅوک یې غږ نه اوري.
دی وايي، د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې او د جګړې زیاتېدو یو لامل د دوی غږ ته شا کېدل دي.