د ولسي جرګې نننۍ عمومې غونډۍ ته د افغانستان بانک لوی رییس خلیلالله صدیق وربلل شویو چې د بهرنیو پیسو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د راټېټدلو او د زړو پیسو په سوځولو کې د فساد په اړه د وکیلانو پوښتنې ځواب کړي.
ښاغلي صدیق د بهرینو پیسو پر وړاندې د افغانۍ بیې راټيټېدلو ستر لامل د صادراتو او اوراداتو ترمنځ ناانډولي وښوده.
د ښاغلي صدیق په اند، د هېواد امنیتي او سیاسي وضعیت او په وروستیو کې ګاونډیو هېوادونو په تېره ایران ته د ډالرو قاچاق د افغانۍ بیې راټيټېدلو بل مهم لامل دی.
د افغانستان بانک لوی رییس د معلوماتو لهمخې، هره ورځ د اسلامکلا بندر له لارې شاوخوا ۱۰۰موټره له تلاشۍ پرته مشهد ته ځي او ډېر کسان لهدې لارې ډالر قاچاقوي.
ښاغلي صدیق د وکیلانو پوښتنو په ځواب کې وویل چې د زړو پیسو سوځېدلو بهیر د یو کمېسیون ترڅارنې لاندې ترسره کېږي چې د ملي شورا دوه غړي هم پهکې غړیتوب لري چې په ډېر شفاف ډول یې لړۍ روانه ده.
دغه راز د افغانستان بانک لوی رییس وویل چې په وروستیو درېیوو ورځو کې امنیتي ځواکونو تر یو بریده د ډالرو قاچاق مخه نیولې چې د افغانۍ پر بیه یې هم مثبت اغېز کړیدی.
په ورته وخت کې اکثرو وکیلانو ادعا کوله چې د افغانستان بانک په بازار کې د مداخلې په پار یوازې په درېیوو – څلورو صرافانو ډالر پلوري.
خو صدیق دا تور رد کړ ویې ویل چې د ډالرو په داوطلبي کې له ۳۰ تر ۴۰ صرافان ګډون کوي او هر څوک یې د داوطلبۍ له لارې وړلی شي.
د ولسي جرګې د اقتصاد کمېسیون مرستیال منورشاه بهادري وویل چې یو شمېر دولتي مامورینو شکایت کړی چې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ بیې راټیټېدلو سره د خوراکي توکیو بیې لوړې شوي چې مخنیوي یې پهکار دی.
وکیلانو د پوښتنو ترڅنګ د بانک پر رییس ځېنې تورنه هم ولګول، د بېلګې په توګه په AIB بانک کې د حساب لرل او نور تورونه؛ خو رییس ټول هغه په کلکه رد کړل.
په وروستیو دوو میاشتو کې دا دویم ځل دی چې د افغانستان بانک لوی رییس د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وربلل کېږي.