بت ماتوونکي ځوانان په راځوړندو شويو رسيو ؛ پورته وختل. چاودېدونکي توکي یې د بودا پر بدن په جوړو شویو ټپونو کې ځای پر ځای کړل. شېبه وروسته د چاودنې له غږ سره د ښار فضا له خاورو او دوړو ډکه شوه. الله اکبر، الله اکبر. د (آمیر المومنین) امر پر ځای شو.
د بودا د وجود خاورو فضا خړه پړه کړه او ټول بامیانیان په حسرت سره د بودا د مرګ نندارې ته ناست وو.
د هر یو په سترګو کې د بودا د چیغو شور جوړ و، هر یو د آمیر المومینین الله اکبر ته په حیرانۍ سره په سترګو کې سل ډوله خبرې ساتلې وې.
له نن ځینې ۱۳ کاله وړاندې په همدې ورځ ( ۲۰۰۱ د مارچ ۹) په بامیانو کې د بودا صلصال او شهمامه ۵۳ متري او ۳۵ متري مجسمې، د طالبانو د واکمنۍ د اوج پر وخت، د طالبانو د مشر ملا محمد عمر په امر ونړېدلې.
ملا عمر د ۲۰۰۱ د فبرورۍ په ۲۶ د شریعت غږ راډیو له لارې د ټولو هغو تاریخي آثارو او مجسمو د ورانولو امر وکړ، چې د اسلام نه وړاندې رغول شوې وې.
د بودا مجسمې د افغانستان له لویو او زړو تاریخي اثارو څخه شمېرل کېږي، چې د میلاد په لومړیو پېړیو کې د بامیانو ولایت د یو غر په بدن جوړې شوې وې. د طالبانو دغه کار له نړیوال غبرګون سره مخ شو.
یونسکو د طالبانو د رژیم له نړېدا وروسته د ۲۰۰۱ میلادي کال په اخرو کې د بودا مجسمې ځای د نړۍ د فرهنګي میراثونو په نامه ثبت کړ.
د همدې په دوام د بودا مجسمو د بیارغونې لپاره، د نړۍ زیات شمېر لرغون پوهان راغلل.
د بامیان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس کبیر دادرس وايي، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له نړیوالې ټولنې او نور مسول ارګانونو سره یوځای د مجسمو د داغونو د نیول او بیارغونې هڅې کړې دي، خو تر اوسه کوم بنسټ یا هېواد د بیارغونې لپاره چمتو والی نه دی ښودلی.
د اطلاعات او فرهنګ رئیس وايي، چې د بامیانو تاریخي اثار له جدي ګواښ سره مخ دي، او د مجسمو خالي ځایونه یې ورډک کړي دي، چې د طبعي پېښو پر وخت له تخریب او ورانۍ وژغورل شي.
جنګي جنایت
د مجسمو له ورانېدو سره سم د نړۍ هېوادونو او نړیوالو رسنیو تند غبرګون وښود او دا یې (نه بښونکی جنایت) ونوماوه.
د بامیانو ولایت اوسېدونکي هم وايي، چې د مجسمو ورانول یو (بشري جنایت) دی. د بامیانو مدني فعال ابراهیم تولي سلام وطندار ته وویل، طالبان د دغو مجسمو په ورانولو سره د (جنګي جنایت) په نامه ونومول شول.
میر احمد جوینده چې د طالبانو په ریژم کې د فرهنګي میراثونو د ټولنې مشر و، د طالبانو دغه کار د (انسانیت پر ضد جنایت) او ( له افغاني میراثونو او خلکو سره د سترې جفا) په نامه یادوي.
د البیروني پوهنتون استاد مجیب مهرداد وايي، چې د جنګي قوانیونو له مخې څوک حق نه لري، چې بې ګناه خلکو، آثارو او تاریخي ځایونو ته زیان ورسوي.
ښاغلی مهرداد دغه کار یو ډول (د تاریخ له منځه وړل او د ولس فرهنګي حافظه) ګڼي او زیاتوي، چې هیڅوک نه شي کولی، چې له دې حقیقت نه انکار وکړي.
مهرداد د دې ترڅنګ چې د بودا مجسمو په ورانولو کې د ګاونډي هېوادونو لاسونه دخیل بولي او زیاتوي، چې افراطي او سخت دریځه نظرونه او قوانین د دغو مجسمو د ورانولو لامل شول.
د هغه په باور د بودا مجسمې یواځې تاریخي اثار و او کوم دیني او قدسي اړخ یې نه درلود.
"په همدې دلیل، د مجسمو ورانول پرته (د بې ځایه تعصب او له دین نه د غلط برداشت) نور څه نه دي."
ښاغلی جونیده د نړېدلو مجسمو د علت په اړه وايي، چې د خلیجي حوزو د هېوادونو د خوځښتونو له خوا راپورته شوې سلفي او وهابي مفکورې او په بشپړ ډول د طالبانو بې خبري، د دغو مجسمو د ورانولو ستر علتونه دي.
د بودا د مجسمې ورانونکي باید محکمه شي
مجیب مهرداد وايي، چې د بودا ویجاړونکي باید خلکو او تاریخ ته ځواب ورکړي، خو له هغه دولت، چې طالبانو سر د ولس د وینې په مقابل کې سوله کوي؛ نو هغوی نه باید د فرهنګي میراثونو د ساتلو کې تمه و نه شي: " اصلاً د دغه حکومت په اجنډا کې د بودا دمجسمو ورانوونکیو او د نورو ورانیو شویو تاریخي اثارو عاملینو ته سزا نه شته."
مهرداد د بودا مجسمې لپاره د حق غوښتنه کوي، خو نا هیلي ښيي او وايي، افغان دولت له طالبانو سره یو ډول عاطفي اړیکه لري، چې دا د دې لامل شوې ده، چې هیڅ ډول سزا نه شي ورکولی.
میر احمد جویند هم په همدې نظر دی، چې افغان حکومت هیڅ کله هم جنایتکارانو ته سزا نه ده ورکړې، چې همدا په هېواد کې د جنایت د زیاتوالي لامل شوی دی.
جوینده وايي، دا له هر بل جنایت نه ستر جنایت دی، نه بښوونکی جنایت دی او هیڅ څوک نه شي کولی چې ويې بښي.
هغه زیاتوي، افغان دولت چې څنګه بشري جنایتکاران عادي ګڼلي، د بودا مجرمین یې هم عادي ګڼلي دي.
هغه تمه لري، چې د ملي وحدت حکومت دغه عاملان ونه بښي او د خپلو فرهنګي میراثونو پر وړاندې مسول وي.
خو ابراهيم تولا وايي، چې تاریخ دغه انساني جنایت نه هېروي او تر هغې چې د دغې پېښې عاملان محکمې ته نه وي کش شوي وي؛ هیڅوک حق نه لري، چې هغوی وبښي.
تولا زیاتوي، چې د بودا ماتونکي دې راپیدا کړل شي او هغوی ته دې سزا ورکړل شي. دغه مجسمې نړیوال شهرت لري او په ملي او نړیواله کچه یې ورانوونکیو ته د سزا ورکولو غوښتنه وشي.
کبیر دادرس د بودا حق غوښتنه د سولې د خبرو اتر په پړاو کې و په پام کې د نیولو یا نه نیولو په اړه څه نه وايي، خو غوښتنه کوي، چې "د دغې پېښې عاملانو ته دې سزا ورکړل شي."
هغه زیاتوي، کله چې په افغانستان کې سوله راشي؛ امکان لري، چې د بودا د مجسمو ورانوونکي محکمې ته راکش کړو.
په همدې حال کې د اسلامي نړۍ تر ټولو ستر ديني مرکز جامعه ازهر په خپل وروستي بیان کې ویلي دي، چې پخواني اثار او تاريخي عجایب د بت پرستۍ سره پرتله کول او بیا هغه ورانول جرم دی.
د جامعه ازهر په دغه اعلاميه کې چې عرب ویب خپره کړې لیکل شوي، چې د تاريخي اثارو او کلتوري اساساتو ړنګولو ته په اسلام کې هیڅ جواز نشته دی.