د دغو پسونو نسل د هېواد په شمال ختیځو ولایتونو لکه بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، پروان او کاپیسا کې زیات پیدا کېږي.
د تخار ولایت د مالدارۍ برخې متخصصین وايي، چې د دغه ولایت موسم د ترکي پسونو د لا ښې ودې او روزنې له پاره مناسب دی.
د تخار ولایت یو وترنر محمد شریف سلام وطندار ته وویل، چې نصواري رنګه ترکي پسونه زیات مینه وال لري، نوموړي زیاته کړه، چې د دغه رنګ ځانګړتیا دا ده، چې ژر چاغېږي او د مالي ارزښت له پاره هم ډېر خوښوونکي لري.
محمد شریف زیاته کړه، چې ترکي پسونه په بیدیا کې روزل کیږي، غوښه یې غوړه، د وینې او لوړ فشار لرونکي کسان یې له غوښې ګټنه نه شي کولی.
د تخار ولایت کروندګر د ترکي پسونو په اړه بېلابېل نظرونه لري، له دوی څخه یو شمیر یې په دې اند دي، چې ترکي پسونه د مالي ګټې له پاره ډېر ښه وي، خو روزنه يې سخته ده.
د وطني او ترکي پسونو ترمنځ لوی توپير دا دی، چې وطني پسونه د ورځې له خوا څري او واښه خوري، خو ترکي پسونه بیا د ورځې خوب کوي او د شپې له خوا څړځايونو ته وړل کيږي.
کروندګر يې بیا ستونزه په همدې کې بولي، چې باید د شپې له خوا شپانه دغو پسونو ته ويښ پاتې شي.
بوس، کنجاړه، پتک او نور اړوند واښه ډوله ګیاوې د دغو پسونو خوراک دي، خو د شپنو پر وينا، د هر پسه ساتل زيات لګښت لري.
ترکي پسونه ښه غوښه، لوړه بیه او ښه مالي ارزښت لري.
مالداران وايي، هر وطنی پسه له درېيو څخه تر پنځو منو پورې غوښه لري، په مقابل کې بیا هر ترکي پسه له ۱۰ څخه تر ۱۵ منو پورې غوښه ورکوي.
دغه مالداران د کرنې ریاست چارواکو څخه غواړي، چې د ترکي پسونو په ساتنه کې ورسره مرسته وکړي.
په همدې حال کې د تخار ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست امر ډاکټر هدایت وایي، تر اوسه د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا په دغه ولایت کې د ترکي پسونو د روزنې له پاره ځانګړی پروګرام په پام کې نه دی نیول شوی.
خو زیاتوي، چې د درملنې له پاره یې په هره ولسوالۍ کې کلنیکونه شته دي.
د تخار ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایي، په شمال کې مالداران د ترکي پسونو د روزنې او ساتنې له پاره ډېره لیوالتیا لري او له بله پلوه په دغه ولایت کې بیا دغه نسل د ساتنې لپاره زمینه هم برابره ده.