پر روڼتیا د څار بنسټ رییس سیداکرام افضلي نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، د بودیجې نړیوال مشارکت د بنسټ لهخوا د بودیجې باور په اړه په بېلابېلو ۲۴ هېوادونو کې څېړنه شوې تر څو مالوم شي چې هېوادونو د بودیجې په برخه کې څه پرمختګونه کړي او کوم روڼوالی پهکې راغلی دی.
افضلي وویل، د ځینو هېوادونو په پراختیايي بودیجه کې له څلورو تر پنځو پورې کموالی یا زیاتوالی شونی دی، خو د ده په وینا، د افغانستان په پراختیایي بودیجه کې له ۴۰ تر۶۰ پورې بدلون راځي چې دا یو غیرمعمولي کار دی او حکومت تر پوښتنې لاندې راولي.
د افضلي په وینا، که په بودیجه کې بدلون راځي، باید ولس په جریان کې وي، خو په افغانستان کې ځینې وخت په بودیجه کې داسې بدلونونه راځي چې ولس پرې نه وي خبر او دا کار د بودیجې باور را ټیټوي.
د یاد بنسټ یو غړی ناصر تیموري وایي، د دې څېړنې د میتودولوژي پر بنسټ، په بودیجه کې بدلونونه په پنځو ډلبندویو وېشل شوي چې له ۲۰ سلنې نه کمه، له ۲۱ نه تر۴۰، له ۴۱ نه تر۶۰سلنې، له ۶۱ نه تر۸۰ سلنې نه پورته ده چې په وینا یې، د افغانستان پراختیايي بودیجه په درېیمه ډلبندۍ کې ده او دا د ډېر کم باور ښکارندویي کوي.
د نوموړي په وینا، په ۱۳۹۷ کال کې د مالیې وزارت لهخوا په سند کې پراختیایي بودیجه ۹۳ میلیارډه افغانۍ وه، خو ولسي جرګې هغه ۱۱۱ میلیارډو افغانیو ته لوړه کړه او د کال په پای کې ۱۳۶ میلیارډه ته ورسېده چې دا په پراختیايي بودیجه کې ۳۲ سلنه بدلون ښیي او د اندېښنې وړ ده.
په همدې حال کې مدني فعالې روشن څېړن وویل، ښځې د افغانستان نیمایي نفوس جوړوي، خو څنګه چې اړتیا ده، په بودیجه کې د دوی غوښتنې په پام کې نه نیول کېږي او ونډه یې پهکې ډېره کمه ده.
د نوموړې په وینا، د ښځو غوښتنو ته پام د بودیجې باور لوړېدای شي.
خو د مالیې وزارت ویاند شمعروزخان مسجدي پر روڼتیا د څار بنسټ موندنې او څرګندونې بېبنسټه بولي.
د نوموړي په وینا، د افغانستان ملي بودیجه یو حقوقي سند دی، د قانون له مخې پهکې بدلون راځي او د لاسوهنې لپاره پهکې هېڅ ځای نهشته.
دا په داسې حال کې ده چې هر کال د ولسي جرګې لهخوا د ملي بودیجې سند یو ځل د نه انډول له کبله رد او وروسته بېرته تایید شي چی په دې اړه هم ځینې مدني بنسټونه نیوکې لري او وايي، د جرګې وکیلان پر حکومت فشار راوړي چې د دوی د خوښې وړ پروژې د بودیجې په سند کې شاملې کړي چی پلي کېدل یې د حکومت له توانه پورته او د بودیجې سقف هم په غیرواقعي توګه لوړ شي.
اړوند مطالب:
روڼتیا څار بنسټ: وکیلان په ملي بودیجه کې شخصي ګټې لټوي
د افغانستان روڼتیا څار بنسټ نظرپوښتنې ردېدل
پر روڼتیا د څار بنسټ: کورني او بهرني غله دې پټې کړې پیسې بېرته راوړي