د افغانستان له پاره د کرکټ لوبو نوی مهال وېش اعلان شو

د روان کال په جولای میاشت کې به افغان کرکټ ملي لوبډله د ځېنو نړیوالو سیالیو له پاره ایرلینډ ته سفر وکړي.

د ایرلینډ کرکټ بورډ له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې د جولای میاشتې په دویمه اونۍ کې به د ۵ نړیوالو ۵۰ اوریزه لوبو له پاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کوربه وي.

د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې د افغانستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ سیالۍ به د جولای میاشتې په ۱۰ مه نېټه پیل او د همدې میاشتې په ۱۹ مه نېټه پاې ته ورسیږي.

د اعلان شوي مهال وېش له مخې به لومړۍ سیالۍ د جولای په ۱۰ مه او نورې څلورې لوبې به یې په ترتیب سره د جولای میاشتې په ۱۲ مه، ۱۴ مه، ۱۶ مه او وروستۍ ۵۰ اوریزه لوبه به په ۱۹ مه نېټه ترسره شي.

دا لومړې ځل دی، چی د دواړو افغانستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دوه اړخیزه د ۵ نړیوالو سیالیو سیریز برابریږي.

د یادونې وړ ده، چې تراوسه افغان کرکټ بورډ له ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې سره د پلان شويو او اعلان شویو سیالیو په اړه څه نه دي ویلي.

د یرلینډۍ کرکټ ملي لوبډلې روزونکي جون بریسویل رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، چې له افغان کرکټ ملي لوبډلې سره به د دوی سیالۍ سختې او مقابله کوونکې وي.

ایرلینډ په پنځوس اوریزه لوبو کې د افغانستان خلاف د بریا ښه ریکارډ لري، چې تراوسه په ترسره شویو ۴ نړیوالو ۵۰ اوریزه لوبو کې ۱ لوبه افغانستان خو ۳ بیا ایرلینډ ګټلي دي.

روزونکي بریسویل ویلي دي، له افغانستان سره د لوبو وروسته به په ایرلینډ کې له سریلانکا او پاکستان سره یوه یوه نړیواله پنځوس اوریزه لوبه او له هغې وروسته له اسټرالیا او سویلي افریقې سره هم نړیوالې پنځوس اوریزه لوبې له هېواده بهر ترسره کړي.

د ایرلینډي روزونکي په وینا دوې روان کال خپل هغه هدف ته رسېدلې شي، چې باید په نړیوال کرکټ کې له غټو لوبډلو سره زیات نه زیات د لوبېدو چانس ولري.

که څه هم ایرلینډۍ کرکټ ملي لوبډله په دواړو شل اوریزه او یو ورځنیو سیالیو درجه بندۍ کې له افغان کرکټ ملي لوبډلې څخه شاته ده خو کرکټ بورډ یې همیش خپلې لوبډلې سره د نړۍ له مخکښو لوبډلو سره دلوبو برابرولو زیري ورکړي.

دیادونې وړ ده چې له تیرو ۷ کلونو راپدیخوا افغان کرکټ بورډونو تراوسه په خپلو اړیکو له اسټرالیا ۱ پنځوس اوریزه ، له پاکستان سره ۱ پنځوس اوریزه او ۱ شل اوریزه خو له زمبابوې سره ۹ پنځوس اوریزه او ۵ نړیوالې شل اوریزه لوبې ترسره کړیدي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام