د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې په دوبۍ کې روزنیز کمپ پیل کړ

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې زیاتره لوبغاړي له کابل او بهرنیو هېوادونو د عربي اماراتو دوبۍ ښار ته رسېدلي دي.

د فوټبال فدراسیون وايي، فوټبال ملي لوبډلې اوسمهال په دوبۍ کې د مالدیف خلاف دوستانه فوټبال سیالۍ ته خپل تمرینات پیل کړي، چې د بهرنیو لوبغاړو ورتګ به د جون تر۳ نېټې بشپړ شي.

ټاکل شوې ده، د افغانستان فوټبال ملي لوبډله به د روانې جون میاشتې په ۶ نېټه په دوبۍ کې له مالدیف سره د لوبې ډګر ته ووځي.

د دې تمریني سیالۍ موخه د روانې جون میاشتې په ۱۳ نېټه د کوربه کمبودیا خلاف رسمي سیالۍ ته د افغان فوټبال ملي لوبډلې ښه چمتووالی ښودل شوی دی.

افغان فوټبال فدراسیون د مالدیف خلاف سیالۍ ته ۲۴ کسیزه لوبډله اعلان کړې ده، چې خیبراماني او مصطفی ازادزوی ورته راستانه شوي دي.

دغه راز د فوټبال ملي لوبډلې د کپتان فیصل شایسته مشر ورور قیس شایسته ته بیا د لومړي ځل له‌پاره په افغان فوټبال ملي لوبډله کې د لوبېدو چانس ورکړل شوی دی.

په اعلان شوې فوټبال ملي لوبډله کې د دفاع لیکي له‌پاره حسن امین، میلاد انتظار، حسین علي زاده، کنشکا طاهر، مجیب جمالي، بنیامین نجم او شریف محمد شامل دي.

د منځنۍ او برید لیکو له‌پاره بیا فیصل شایسته، نورالله امیري، فردین حکیمي، امرالدین شریفي، فرشاد نور، امید پوپلزی، اباسین علي خېل، زبیر امیري، خیراماني، مصطفي ازادزوی، قیس شایسته، بلال ارزو او نور ځدران شامل دي.

په اعلان شوې فوټبال ملي لوبډله کې اویس عزیزي، حمید الله وکیلي او کاوش حیدري بیا د ګول ساتنې دندې ته غوره شوي دي.

افغان فوټبال ملي لوبډله اوسمهال د فوټبال په نړیواله درجه بندۍ کې ۱۵۴، مالدیف لوبډله بیا ۱۵۲ خو د کمبودیا فوټبال ملي لوبډله په ۱۷۵ مقام کې ځای لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام