فوټبال نړۍوالې شورا (فیفا) خبر ورکړی چې د افغانستان فوټبال فدراسیون د ځنډېدلو ټاکنو ترسره کولو لهپاره کابل ته پلاوی رالېږي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي چې فوټبال نړۍوالی شورا دا پرېکړه د افغانستان فوټبال فدراسیون له چارواکیو سره په مالیزیا کې کړېده.
د فوټبال نړۍوالې شورا ۲۹م کانګریس او د اسیا فوټبال شورا ټاکنې پرون د مالیزیا په پلازمېنې کولالمپور ښار کې وشوې چې پخواني کویټي مشر شیخ سلمان بن ابراهیمالخلیفه له کومې سیالۍ پرته د راتلونکیو ۴ کلونو لهپاره د دې شورا مشر شو.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو لهمخې، د مالیزیا په کوربتوب د فوټبال پهدې سترې غونډې کې د افغانستان فوټبال فدراسیون سرپرست محمدیوسف کارګر هم برخه اخېستې وه.
خبرپاڼه وايي، ښاغلي کارګر د کانګریس پرمهال د فوټبال نړۍوالې شورا له مشر جیانو انفنټینو او د دې شورا اجرایوي مشرې مېرمن فاطمې سامورا سره لیده کاته هم کړي.
افغان فوټبال فدراسیون خبرپاڼه زیاتوي، سرپرست مشر یوسف کارګر د فوټبال نړۍوالې شورا له مشر سره د افغانستان فوټبال فدراسیون اوسنۍ ستونزی شریکې کړي او له نوموړي یې غوښتي چې ژر تر ژر د افغانستان فوټبال فدراسیون د مشرولۍ ټاکنې وکړي.
د یادونې وړ ده چې د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې لهخوا د جنسي او فزیکي ځورونې د تورونو له کبله د افغانستان فوټبال فدارسیون مشر کرامالدین کریم دنده اوسمهال د فوټبال نړۍوالې شورا لهخوا تعلیق ده.
ښاغلی کریم له څه باندې یوې نیمې لسیزې راپهدېخوا د افغانستان فوټبال فدراسیون مشر و؛ خو په وروستیو نږدې ۲ کلونو کې د بېلابېلو لاملونو له کبله پهدې بریالی نهشو چې د فدراسیون د مشرۍ لهپاره ټاکنې وکړي.
د مالیزیا په کوربهتوب د فوټبال اسیایي شورا په ۳۹م کانګریس او ټاکنو کې د افغانستان فوټبال فدراسیون سکرترجنرال سیدعلي رضا اغازاده ـ چې اوسمهال یې د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې د جنسي او فزیکي ځورونې تورونو له کبله دنده د افغانستان لویې څارنوالۍ لهخوا له تعلیق سره مخ ده ـ د افغانستان فوټبال په تاریخ کې د لومړي افغان فوټبال چارواکي په توګه ورته د فوټبال اسیایي شورا اجرایوي کمېټې کې غړیتوب ورکړل شو.
ورته مطالب: