د افغانستان د سوک وهنې فدراسیون له خوا د خپلی ملي لوبډلې د پیاوړې کولو په موخه د لوبغاړو څخه ازموینه پېل شوه.
د بدني روزنې ریاست له خوا سلام وطندار ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په ۱۳ م پړاو ټاکنیزو سیالیوکې د هیواد د ۵ زونونو څخه ۲۳۸ لوبغاړي برخه لري.
د یادونې وړ ده، چې دغه سیالۍ به په ۲ وزني کټیګریو ځوانانو او تنکیو ځوانانو په برخه کې د بدني روزنې په ورزشي جمنازیوم کې ترسره شي.
خبرپاڼه کاږي، چې په دې سیالیو کې به لوبغاړي له ۴۹ څخه نیولې تر ۹۱ کیلو ګرامه وزنونو کې یو د بل پر وړاندې لوبې ترسره کړي.
د هیواد د سوک وهنې فدراسیون په پام کې لري، چې د سیالیو په پای کې ۵۲ تنه لوبغاړي د ځوانانو او تنکیو ځوانانو سوک وهنې ملي لوبډلې ته غوره کړي.
د سیالیو په پای کې به ۲۶ تنه غوره سوک وهوونکي هرې یوې لوبډلې ته د لوبڅارانو د پریکړې له مخې وټاکل شي.
چارواکي وایي، چې دغه ټاکنیزپړاو له پاره د سوک وهنې سیالۍ به یوه اونۍ روانې وي.