د بدني روزنې ریاست د معلوماتو له مخې د افغانستان ۴ کسیزه سنوکر ملي لوبډله نن (دوشنبه) د ۶ بالونو سنوکر سیالیو په ۶م پړاو کې د ګډون لهپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته لاړه.
د افغانستان سنوکر فدراسیون له خوا په غوره شوې ۴ کسیزه لوبډلې کې رییسخان سینزی، صالحمحمد محمدي او مصطفی د لوبغاړو او محبوب دارابي د مدیر په توګه شامل دي.
د ۶ بالونو اسیایي سنوکر سیالیو کې به د افغانستان سنوکر ملي لوبډله د انفرادي سیالیو ترڅنګ په ۶م پړاو سنوکر ټيمي سیالیو کې هم ولوبېږي.
د اسیا سنوکر سیالۍ د روانې سېپټمبر میاشتې په ۱۹مه پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۲۶مې نیټي به دوام وکړي.