د مالیې وزارت معین نجیبالله وردګ نن کابل کې د مالیې ورکولو اوونۍ پیلېدلو په مناسبت له ټولو وطنوالو په ځانګړي ډول له خصوصي سکتور، سوداګرو، وړو او منځنیو متشبثینو وغوښتل چې حکومت ته پهخپل ټاکلي وخت مالیه ورکړي.
د مالیې وزارت معین همداراز زیاته کړه، سره لهدې چې د تېر کال په پرتله کورني عاید لوړ شوي؛ خو د افغانستان کورنيو هغو کچه له افریقایي هېوادونو هم ټیټه ده.
ښاغلي وردګ وویل، چې د افغانستان د ناخالص تولید عاید ۱۱سلنه دي، پهداسې حال کې چې ډېرو وروسته پاتې هېوادونو کې دا کچه له ۱۵ سلنو ټیټه نهده.
د مالیې وزارت چارواکي د مالیې ورکولو اوونۍ کمپاین موخه په رڼه او عادلانه توګه د مالیې راټولول او د کورني عاید لوړول په ګوته کوي او وایي، د مالیهورکوونکیو لهپاره یې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي او پر عاید د مالیې قانون کې یې هم جدي تعدیلونه راوستي دي.