د افغانستان ورزشي خبریالانو فدراسیون له خوا نن په کابل کې د لومړي ځل له پاره عمومي کانګریس ترسره شو.
په دې کانګریس کې د افغانستان حکومت لوړ پوړو دولتي چارواکو، د بېلا بېلو ولایتونو څخه ورزشي خبریالانو، د ورزشي ادارو مسوولینو او بهرنیو خبریالانو برخه اخیستې وه.
د افغانستان ورزشي خبریالانو د فدراسیون مشر سایرځلاند د لومړي کانګریس دایرول تاریخي ورځ یاده کړه او د دې فدراسیون له لارې یې د ورزشي خبریالانو د رانیږدی کولو، روزلو او د ورزشي خبریالانو او ورزشي ادارو نیږدې کول یاد کړل.
ځلاند زیاته کړه، چې د دوی فدراسیون موخه دا هم ده چې د افغانستان ورزش او ورزشکارانو له پاره د زیاتو امکاناتو برابرولو کې مرسته وکړي.
دغه راز د ولسمشر پیغام کې هم چې د ولسمشر د مرستیال ویاند دوا خان مینه پال له خوا وړاندې شو، د افغانستان ورزشي فدراسیون د لومړي کانګریس مبارکي وویل شوه او د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
دغه راز دولتي او ورزشي چارواکو او استازو د افغانستان د ورزشي خبریالانو فدراسیون د افغانستان د ورزش د پرمختګ په برخه کې مهم یاد کړل او له یاد فدراسیون سره یې د همکارۍ ټټر وواهه.
د افغانستان ورزشي خبریالانو په لومړي نړیوال کانګریس کې د اسیا سکرترجنرال امجد عزیز ملک افغانستان ورزشي فدراسیون ته د دې کانګریس د دایرولو مبارکي وویله او زیاته کړه، چې روان کال به د افغانستان بیلا بیل ورزشي ژورنالیستان د زیاتو زده کړو له پاره پاکستان او بحرین ته هم ولیږي.
دغه راز د ورزشي خبریالانو نړیوال فدراسیون مشر جیاني میرالو په خپل ویډیويي پیغام کې افغانستان ته د لومړي کانګریس مبارکي وویله او له دغه فدراسیون سره یی د خپلو ژمنو ترڅنګ د افغانستان څخه د لیدنې ژمنه وکړه.
دغه راز د لومړي کانګریس پرمهال د (ایس، ایل، ایف سي) ادارې له خوا ورزشي نندارې هم وړاندې شوې او پروګرام یی رنګین کړ.
د افغانستان د ورزشي فدراسیون له خوا لومړی کانګریس د فدراسیون د مشر سایرځلاند له خوا د اجرایوي کمیټې، د ۵ ورزشي کمیټو د مسوولینو په اعلانولو او دغه راز په ګډون کوونکو ورزشي خبریالانو د ستاینلیکونو په ویشلو سره پای ته ورسید.