امید پوپلزی ۲۰ کاله مخکې په کابل کې زېږېدلی دی. اوسمهال په هالینډ کې ژوند کوي، تېره ورځ د هالینډ فوټبال لومړۍ لیکې سیالیو د غوره استعداد لرونکي لوبغاړي په توګه اعلان شو.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې دغه تکړه ځوان د منځنۍ لیکې لوبغاړی د هالینډ په لومړۍ لیکه فوټبال سیالیو کې د غوره استعداد لرونکي لوبغاړي جایزه تر لاسه کړه.
نوموړي، ته تېره ورځ په هالینډ کې د تېرکال د غوره استعداد لرونکي لوبغاړي په توګه دغه جایزه ورکړل شوې.
دغه لوبغاړی له تېرکال راهیسې د (ارچیلیس) لوبډلې په ګټه لوبېږي.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې دغه لوبغاړي د اوسني مخکښه فوټبال لوبډلې سره له یو ځای کېدو مخکې د هالینډ د (ایس، وي، ایسټریا او این، اي، سي) فوټبال کلپ له پاره هم لوبې ترسره کړي دي.
پوپلزی اوسمهال د افغانستان ترڅنګ د هالینډ تابعیت هم لري، چې د ارچیلیس ۲۹ لوبډلې په ګټه ۳ لوبې ترسره کړي دي، خو په ګول وهلو بریالی شوی نه دی.
دغه لوبغاړی د افغانستان په فوټبال ملي لوبډله کې د منځنۍ لیکي لوبغاړې دی.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، چې امید پوپلزي ته دغه جایزه د هالینډ يه لومړۍ لیکه فوټبال سیالیو کې د ښه ځلېدو له کبله ورکړل شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې د غوره استعداد جایزه هر کال د هالینډ فوټبال فدراسیون له خوا د دې هېواد په فوټبال غوره لیګ سیالیو کې د لوبېدونکو لوبغاړو له ډلې یوه لوبغاړي ته ورکول کېږي.
امید پوپلزې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د افغانستان د فوټبال په ملي لوبډلې کې لوبېږي او تراوسه یې په ۷ نړیوالو سیالیو کی د افغانستان له پاره لوبې کړي دي، چې په دې لوبو کې یې ۲ ګولونه هم وهلي دي.