دا مرسته به له ۲۰۱۵ کاله پیل او تر ۲۰۲۵ کال پورې دوام وکړي.
په دې اړه نن په کابل کې د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د اسیا پراختیایي بانک مسوول تومایس پنیلا ترمنځ تړون لاس لیک شو.
دا پروژه څلور قسطه لري او لومړی قسط یې چې ۲۷۵ میلیونه دالره کیږي ۲۰۱۵ م ز کال کې پېل شوی دی.
پاتې پیسې به په راتلونکو درې پړاوونو کې افغانستان ته ورکړل شي.
افغانستان سره له دې چې له اوبو څخه د بریښنا تولید بیخي زیات ظرفیتونه لري، خو لاهم تر
ډیره له وارداتي بریښنا خپلې اړتیاوې پوره کوي.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته حکیمي وویل دا پیسې به له ترکمنستان څخه د بریښنا پر پیرودلو او د بریښنا زیربنایي پروژو ولګول شي.
د افغانستان د بریښنا شرکت رېیس عبدالرزاق صمدي نن کابل کې د مالیې وزارت او اسیا پراختیايي بانک مسولینو په ګډه خبري غونډه کې وویل، چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به د هېواد ۷۰ سلنه نفوس بریښنا ولري.
صمدي زیاته کړه، چې د اسیا پراختیايي بانک په ۱.۲ ملیارده ډالرو مرستې سره به د هېواد په شمال کې بریښنا تکمیل او ترڅنګ به یې کابل، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست وردګ، غزني زابل او کندهار ولایتونه هم د بریښنا تر پوښښ لاندې راوستل شي.
صمدي وویل، چې د بریښنا دا پوښښ به د خپلو سرچینو او له ګاونډيو هېوادونو څخه بریښنا وپيري.
د هغه په خبره، د دې پروژې پر تطبیق سره به د افغانستان سویل ولایت هم د بريښنا څښتن شي او نور ډيری ولایتونه هم د بريښنا تر پوښښ لاندې راځي .
نوموړی، وايي چې د مرکزي احسایې له مخې اوس مهال ۳۵ سلنه هېواد وال بریښنا لري.
غونډې ته د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وویل، چې د اسیا پراختیايي بانک مرستې په څلور قسطونو کې چې له ۲۰۱۵ کاله پیل او تر ۲۰۲۵ کال پورې دوام وکړي.
ښاغلي حکیمي زیاته کړه چې ددې مرستو لومړی قسط چې نن د اسیا پراختیايي بانک سره لاسلیک کوي چې ۲۷۵ میلیونه کیږي.
ده وویل، چې د لومړي قسط پر پيسو به ۳۰۰ کیلومتره بریښنايي مزی شبرغان ــ د شت الوان او پر۶۰ کیلومتره بریښنايي مزي سره به اند خوای او شبرغان سره ونښلوي.
حکیمي وايي چې د لومړي مزي ظرفیت ۵۰۰ کیلواټه او دوهم یې بیا ۲۲۰ کیلواټه دی.
د هغه پر خبره، د دغې پروژې په تطبیق سره کومه بریښنا، چې له ګاونډي هېوادونو ترکمنستان څخه افغانستان ته راځي دهغې ظرفیت به له ۳۰۰ میګاواټه څخه ۱۰۰۰ میګاواټه ته لوړ شي.
جوړې شوې غونډې ته په افغانستان کې اسیا پراختیايي بانک مسول توماس پنیلا وویل، چې د بریښنا کمې سرچینې او د د ورکړې او غوښتنې یانې ترمنځ د انډول نشتون ددې لامل شوی چې د ودې او پرمختګ مخه ډپ کړې ده.
ښاغلي پنیلا زیاته کړه چې ددې دغو ننګو اقتصادي نا انډول توب رامنځته کړې چې دغه کار د نا امنیو او نا خوښیو سبب ګرځيدلی دی.
د بریښنا شرکت رېیس صمدي وايي، چې اوس مهال افغانستان له خپلو کورنیو سرچینو څخه ۲۰ سلنه بریښنا د ۴۰۰ میګاواټه په ظرفیت سره لري.
د لاس ته راغلو معلوماتو له مخې، همدا اوس افغانستان ۸۰ سلنه بریښنا له ګاونډیو هېوادونو لکه تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران څخه لاسته راوړي.