د افغانستان او کینیا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبه باران وګټله

د شل اوریزه کرکټ نړېوال جام په ټاکنیز پړاو لوبه کې د افغانستان او کینیا ترمنځ لوبه، خو لرې ان پچه هم وا نه چول شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ د خبرپاڼې له مخې، لوبه د پرلپسې باران له کبله د لوبڅارانو له خوا په مساوي توګه پای ته ورسېده او دواړو لوبډلو ته یو یو امتیاز ورکړل شو.

د کرکټ نړېوالی شورا د معلوماتو له مخې افغانستان اوسمهال په خپل (اي) ګروپ کې د ۴ لوبو وروسته  په ۷ امتیازونو سره لومړی او کینیا بیا د همدومره لوبو وروسته ۵ امتیازونو سره په دویمه لیکه کې پاتې شوه.

ټاکل شوې ده، چې افغانستان به سبا ماسپښین یوه نیمه بجه له عمانۍ کرکټ ملي لوبډلې سره د روان ټاکنیز پړاو پنځمه لوبه ترسره کړي.

که افغانستان په روانو سیالیو کې خپل لومړی مقام په ګروپ کې د لوبو ترپایه وساتي، نو نیغ په نیغه به په راتلونکي ۲۰ اوریزه کرکټ نړېوال جام سیالیو کې ولوبېږي.

افغانستان تراوسه د ایرلینډ او سکاټلینډ په کوربتوب په روان ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام ټاکنیزپړاو کې ۴ لوبې ترسره کړي دي، چې هالینډ، عربي امارات او سکاټلینډ لوبډلو ته یې سترې ماتې ورکړي دي.

په روان کرکټ نړېوال جام ټاکنیز پړاو کې ټولټال د نړۍ ۱۴ مخکې کرکټ لوبډلې برخه لري، چې ۶ لوبډلې به ترې د راتلونکې ۲۰۱۶ م ز کال ۲۰ اوریزه کرکټ نړېوال جام سیالیو ته غوره شي.

د یادونې وړ ده، چې تراوسه افغانستان په ۳ شل اوریزه کرکټ نړېوال جام سیالیو کې ګډون کړي دي او دا ځل هم څلورم پړاو ۲۰ اوریزه کرکټ نړېوال جام سیالیو ته د رسېدو له پاره د ګډون کوونکو لوبډلو په کتار کې ترټولو پیاوړې او مخکښه لوبډله شمېرل کیږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام