
د بنګله دېش په کوربتوب ۴م پړاو سوداګریزې ۲۰ اوریزه کرکټ سیالۍ نن له ۴ ورځو ځنډ وروسته د دفاعي اتلې کومیلا ویکټورینز لوبډلې په ماتې سره پیل شوې.
افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل د تمیم اقبال په کپټانۍ کې د چټاګانګ لوبډلې په ګټه په ۴ اورونو کې یوازې د ۲۴ منډو په ورکولو ۴ لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
د نبي عیسی خېل له خوا په څلورو سوځول شویو لوبغاړو کې ۲ پاکستانيان او ۲ پاتې د کوربه هېواد لوبغاړي وو.
په سیالۍ کې چټاګانګ لوبډلې د خپلو۱۶۱ منډو دفاع وکړه او دفاعي اتله کومیلا ویکټورینز لوبډله یې په ۱۳۲ منډو ایساره کړه، چې لوبډله یې د ۲۹ منډو په متفاوت ماته کړه.
دفاعي اتلې کومیلا ویکټورینز لوبډلې په نننۍ سیالۍ کې د افغان ځوان لوبغاړي راشد خان ارمان په ځای پاکستانی عماد وسیم ته د لوبېدو چانس ورکړ، خو لوبډله یې له ماتې ونه ژغورله.





