د اسداباد ښاریان: برېښنا یوازې په زورواکو وېشل شوې

د کونړ په مرکز اسد اباد کې ښار کې خلک شکایت کوي، چې برېښنا د دې ښار په اوسېدونکو په برابرد ډول نه ده وېشل شوې.

دوی وايي، چې د برېښنا له نشتوالي یې کارونه له خنډ سره مخ دي او دې چارې یې په ورځنیو کارونو منفي اغیز کړی دی.

د سلام وطندار خبریال په ښار کې له بېلابېلو کاروباریانو سره مرکې کړي دي.

محمد شفیق، چې د اسد اباد په ښارکې د جامو ګڼدولو دوکان لري وايي، چې د حکومتي برېښنا د نه وېش له امله له جنراتورونو کار اخلي او دا چاره یې په اقتصادي عوایدو منفي اغیز کړی دی.

نوموړی وايي، چې په کونړ کې شته برېښنا د څو زورواکو او لوړپوړو چارواکو کورنه رنا کړي او ولسي خلک ترې محرومه دي.

دغه جامو ګنډونکی وايي، اوس یې لمریزې برېښنا مخه کړې، چې له اقتصادي پلوه ارزانه ورته تمامیږي.

محمد اصف د دې ښار بل اوسېدونکی دی.

دی شکایت کوي، چې هوا زیات ګرمه ده او بېوزله خلک په تودې هوايي، کې د برېښنا له شتمنۍ بې برخې دي.

محمد اصف همدا ډول وايي، چې "دوی په اور کې سوځي، خو برېښنا یوازې په حکومتي او زورواکو کسانو وېشل  شوې وې ده."

دی له مسوولو حکومتي چارواکو غواړي، چې ولس ته دې د برېښنا په وېش کې په یوه سترګه وګوري.

د کونړ ولایت د برېښنا ریاست چارواکي ردوي، چې په دې ولایت کې دې برېښنا یوازې زورواکو ته ورکړل شوي وي.

د برېښنا ریاست رییس انجینیر عبدالله ولي وايي، چې دوی ټولټال ۳۰۰ کیلوواټ برېښنا لري، چې د دې برېښنا زیاته برخه په دولتي ادارو کې مصرفیږي.

دی وايي، چې کونړ ۳۵ دولتي ادارې لري، چې په هره یوه اداره ۵۰ کیلوواټه برېښنا مصرفوي.

د کونړ ولایت د برېښنا اداره وايي، چې د دې ولایت برېښنا کوټ په ۱۳۶۲ کال کې د ۷ سوه کیلوواټه برېښنا په ظرفیت جوړ شوی و، چې اوسمهال د ماشینونو د زړښت له امله د ۳۰۰ کیلوواټه برېښنا د تولید توان لري.

د برښنا رییس انجینیر عبدالله ولي وايي، د دغه برېښنا کوټ د ظرفیت لوړونې او د ماشینونو د نوي والي له پاره د کونړ ولایتي ادارې له ولسمشر سره خبري کړي او همدا راز د وزیرانو په شورا کې یې هم یاده شوې او د نویو ماشینونو د اخستلو ژمنه یې شوې ده .

اوس مهال د کونړ د وټپور ولسوالۍ اړوند د مناګي په سیمه کې د ۲ زرو او سل کیلو واټه په ظرفیت په یوه برښنا کوټ کار روان دی، چې نږدې ۴ زره کورنیو ته به برښنا برابره کړي .

خو د کونړ د برېښنا ریاست د تخنیک مدير انجینر عبدالطیف وايي، د یاد برېښنا کوټ کارونه بې کیفیته دي، او دوی څو وارې مرکزي دولت ته راپور ورکړی، خو لا هم په دې اړه کوم اقدام نه دی شوی .

خلک په داسې حال کې د برېښنا له نشتوالي او کموالي شکایت کوي، د کونړ ولایت پرېمانه اوبه ګانډي پاکستان ته روانې دي او حکومت په تېرو ۱۵کلونو کې په دې اوبه د برېښنا بند جوړ نه کړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام