دیني عالم او د افغان جګړې منتقد «عبدالفغور پېروز» نامعلومو وسله‌والو ووژلو

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک سلام وطندار ته وویل، چې دیني عالم، لیکوال او شاعر عبدالغفور پېروز نن سهار ۸ بجې د ښار په ۴مه ناحیه کې له کوره دفتر پر لاره ناپيژندو وسله‌والو په ډزو ووژلو.

خپلواک زیاتوي، چې د دې پېښې په اړه څوک نه‌دي نیول شوي.

پېروز د کندهار ولایت مطبوعاتي غړي ترڅنګ، دیني عالم، لیکوال، شاعر کندهار ولایت کې یو فعال شخص بلل کېد، چې ډېری وخت به يي د رسنیو له لارې وسله‌والو طالبانو ته د سولې پيغامونه ورکول.

عبدالغفور پېروز به وخت ناوخت د دیني توصیو او د هېوادپالنې په مینه ټینګار کولو. ده به تل افغانان د هېواد له سرتېرو نه په ملاتړ او ملي ارزوښتونو په پالنه بحث ته رابلل.

ده به تاکید کولو: «چې چا زړه او نوې فلسفه نه وي لوستې، له ټولنپوهنې سره بلد نه وي، په تاریخ نه وي خبر، پر عربي ژبه مسلط نه وي، د اسلامي نړۍ د فکري-فقهي بهیر په اړه دقیق او کافي مالومات ونه لري، تر یو حده له روانپوهنې سره بلد نه وي او د اوسمهال له ټولنیز، فکري، فرهنګي، سیاسي او علمي چاپیریال، غوښتنو او پوښتنو سره نه وي اشنا، هغه دي په هیڅ صورت د دین په اړه نه خبرې کوي او نه دي په لویو او سترو ملي وبین الملي مسایلو کي فتوا ورکوي، دغه ډول کسان باید یوازي تر امامت پوري محدود سي. له دیني اړخه زموږ لویه ستونزه له همدې ځایه راپیښه ده.»

دلته یې په پرله‌پسې ډول ځېنې فېسبوکي پوسټونه لولو:

پر اسلامي نړۍ د غربي استعمار پر مهال چي له دیني زاویې د اسلامي نړۍ په لروبر کي، کوم مذهبي ادبیات رامنځته سول، تر ټولو لویه نیمګړتیا یې دا وه چي د ستونزو په تشخیص کي یې یوازی د توطیې تیوري ومنله او د هر ډول ناخوالو پړه یې د پردیو پر غاړه واچوله چي له امله یې مسلمانان تر ننه هم خپلو فکري، فرهنګي، تعلیمي او اخلاقي ستونزو ته نه متوجې کېږي. د اخلاقو په برخه کي یې لویه تېروتنه دا وه چي اخلاق یې صرف سکس محوره کړل، د عدالت، ژمنې د عملي کولو، ترحم، رښتنولۍ، قانون ته د احترام، حلالي روزي ګټلو او دغسي نور ستر اخلاقي مفاهیم یې یا بیخي له یاده وایستل او یا یې بیخي ضمنی وګڼل.

ایا له نړیوالو سره اړیکې د دین له مخې ناروا دي؟ که ناروا وي، نو د روسانو پر خلاف د جګړې پر مهال هغه مالي، پوځي، تخنیکي او بشری مرستې ولی نه وې ناروا چي غرب له مقاومت کوونکو سره کولې؟

د ازادۍ او شرعي نظام د حاکمیت لپاره جګړه خو د منطق، تجربې او مشاهدې له مخې هغه څوک کولای سي چي په خپله هم په تمامه مانا خبلواک، د شریعت عملي کوونکی او په اول قدم کي په شریعت پوه وي. ایا طالب خپلواک دی، د جګړې له پاره امکانات په خپله پیدا کوي، په شریعت پوهېږي، شریعت یې عملی کړی، د جګړې ګټه یې دې هیواد، خلکو او دین ته رسېدلې؟ که پر دې پوښتنه فکر وکړو، نو طالب جان په دې ټولو کي منفي دی. خبره د شرعی نظام د حاکمیت او خپلواکۍ نه بلکي د قدرت او ثروت ترلاسه کولو ده.

یو چا لیکلي وو، چي امریکا دلته کوم جرمونه کړي دي؟ ما ورته ولیکل:

د امریکا لوی جرم دا وو چي دلته یې د خپلې سړې جګړې پر مهال دیني احکام او باورونه د وسیلې په توګه وکارول، په موږ کي یې ټوپکي فرهنګي ته وده ورکړه، لېوان یې راپکښي وروزل، بیا یې د هغوی د جګړې پر مهال زموږ برخلیک پاکستان ته په لاس ورکړ، پاکستان طالبان تولید کړل، طالبانو وطن وران کړ، د ټولي نړۍ بدمعاش ترهګر یې زموږ هیواد ته راوستل، له ټولي نړۍ سره یې د هیواد اړیکې خرابې کړې، د امریکا د پلان له مخې القاعدې پر نړیوال تجارتي مارکېټ برید وکړ، امریکا زموږ په هیواد کي د مداخلې پلمه پیدا کړه، طالب یې له منځه یووړ، د امریکا د پلان له مخې طالب پاکستان ته پناه یووړه امریکا له یوې خوا په غیر مستقیم ډول طالب ته امکانات برابرول او له بلې خوا یې افغان حکومت ته او دلته یې د ځينو ګاونډیو او نړیوالو هیوادونو په مرسته نیابتي جګړه پیل کړه چي تر ننه پکي افغانان وژل کېږي، امریکا د خیر پر غونډۍ ناسته ده، د داعش پروژه یې ورته ډیزاین کړه او اوس بیا پر داعش د بمونو مور غورزوي. په مجموع کي د امریکا تر ټولو لوی جنایت دا وو چي زموږ له حماقت څخه یې د دین تر شعار لاندي ابزاري استفاده وکړه او موږ یې تباوبرباد کړو.

حکمتیار صاحب باید د قران پلوشې بیرته ایډیت کړي.

مسلمانانو! که خپل دین درباندي ګران وي، نو د طالب او داعش په وړاندي جهاد وکړئ!

دوښمن ته ورور ویل بیخي بې مانا خبره ده. هر څوک چي پر افغان ملي امنیتي ځواکونو او د حکومت پر مامورینو یو ډز کوي، نو که ورور هم وي تر هغه وخته مو دښمن دی چي دا ناولی کار یې نه وي خوشي کړی.

د کندهار پولیسو پرون پوره مېړانه وکړه، دوه ځان وژونکي ترهګر یې چي یوه یې چادري هم اغوستې وه، هدف ته تر رسېدو وړاندي وپېژندل او ویې وژل. د ترهګرو په ډزو یو ماشوم او نانوای هم په شهادت رسېدلي او یو تن زړه ور پولیس ژوبل سوی دی. دا نو د بیغیرتۍ، حماقت او جهالت انتهاء ده چي یو څوک د خپلو خلکو د وژلو لپاره د میرمنو جامې، چادري، ملي او هر ډول دیني ارزښتونه کاروي، خو ځان مجاهد او د اسلام ساتونکی بولي. ترهګر هیڅ ډول عاطفه او ارزښت نه پېژني. د کندهار پولیسو ته سلام چي دغسی وحشیان یې د سپي په مرګ ووژل.

 

په ټوپکي سیاست کي یوازي غصب، غلا او قتل هدف ته د رسېدو لاري دي. خدمت، د خلکو خوښي تر لاسه کول او عقلانیت ته ځای نه سته. زموږ سیاسي پرېکړي اوس هم د هغه چا له خوا کېږي چي په ټوپک واک ته رسېدلی او د جرمي اقتصاد له لاري شتمن سوی دی. که موږ رښتیا هم غواړو چي روښانه راتلونکي ولرو او د ملي ګټو او ملي ارزښتونو پر محور څرخېدونکي سیاست ته لار هواره کړو نو د ټوپکیانو، مافیايي کړیو، متعصبو قومي مشرانو او قومي دلالانو تر ستایلو او ملاتړ باید تېر سو.

د مذهبي افراطي فکر ستونزه دا ده چي خپل برداشت او درک د خدايي ارادې مظهر ګڼي، ځکه نو ځان په مطلق ډول پر حق او نور په مطلق ډول پر باطله بولي.

 

د اِمارت او خِلافت تر منځ جهاد په ننګرهار کي یو ځل بیا زور اخیستی دی.

ستا ډېری ملایان د سرتېري جنازه نه کوي، ته ورڅخه ملاتړ غواړې؟

سوله موله نه سته. طالب ځان بر لاسی ګڼي ځکه نو سوله نه کوي. طالب باید په نظامي ډګر کي داسي وځپل سي چي په خپله د سولي خواستونه وکړي.

په یوه خبره به سر سره خلاصوو. ترهګر د ملي اردو، ملي پولیسو او د حکومت هر کارکوونکی له غربیانو او د دوی په اصطلاح له کفارو سره د مرستې او کار پر بنسټ مرتد او له اسلام وتلی ګڼي، ځکه یې نو نه لمونځ، نه روژه، نه حج او نه بل دیني عبادت د اعتبار وړ بولي، هغوی په دې اند دي چي که څوک د دوی له دیني تګلاري سره سم نه وي، هغه له اسلامه وتلی او مرګ یې روا دی. زموږ مذهبي ادبیات د استخباراتي کړیو لاس ته لوېدلي، که کنټرول او اصلاح نه سي، نو د وژنو او حشتونو دا لړۍ به همداسي دوام لري.

ستاسو په اند شیعه پر حق دي او که سنیان او که دواړه؟

زه د ودان افغانستان ګوند غړی یم، خو د دې ګوند هره هغه کړنه به سخته وغندم چي د بشري، ملي او منل سویو دیني ارزښتونو پر خلاف وي، حزبیان او د نورو ګوندونو پلویان هم باید تر خپل ګوند او خپل مشر بشري، ملي ا ومنل سویو دیني ارزښتونو ته ژمن وي، ځکه ګوند همدې اهدافو ته د رسېدو یو بنسټ دی، نه مستقل ارزښت.

د سولې له بهیر سره د حکمتیار یو ځای کېدل په دې مانا نه دی چي د ده کړي جنایتونه له یاده وباسو او یا دی داسي سپېڅلې فرشته وګڼو چي تر نقد لوړ دی. مسعود، سیاف، محقق، مزاري، اسماعیل خان، ملا عمر، ملا منصور، ملا هبة الله، دوستم او بل هر جنګي کس د دې هیواد او ملت په وړاندي جنایت کړی او د دوی جنايي کړنې به نقدېږي. حزبیان دي له موږ د دې تمه نه لري چي نور به نو پر حکمتیار هیڅ نیوکه نه کوو. د یو چا پر ناسمو کړنو نقد زموږ بشري، ملي او دیني حق دی.

څو ورځې وړاندي مي د بشري حقوق د کمیسون له مشرې سیما ثمر سره د طلوع د خبریالې مرکه کتله، د نورو خبرو تر څنګ له حکمتیار سره د سولې موضوع هم یاده سوه. خبریالې د هغه د جنګي جنایتونو په اړه ډېري پوښتنې ورڅخه وکړې، خو د نورو جنګي مجرمینو په اړه یې هیڅ پوښتنه ورڅخه ونه کړه. که خبره له بشري حقوقو څخه د سرغړونې وي، نو په دې برخه کي یوزاي حکمتیار نه دی ګرم، د بشري حقوقو د ساتنې په برخه کي خو باید بشریت مطرح وي نه ګوندونه، نژدا او سمت.

طالب د پنجاپي په غېږ کي پنا اخیستل مېړانه ګڼي، خو له خپل حکومت سره سوله بي غیرتي.

زه باوري یم چي یوه ورځ به طالب هم د حکمتیار په څېر جګړه غندي او سوله به کوي، نو ښه دا ده چي نن له دې ناولې جګړې لاس واخلي. د دوی جګړه نه شرعي منطق لري، نه د اسلام جګړه ییز اخلاق بکښي مرعاتېږي او نه د خلکو وملت په ګټه ده. له طالبه څخه دي خداي سړی جوړ کړي.

طالبه! خپل ساتونکی پوځ (افغان ملي امنیتي دفاعي ځواکونه) په شهادت مه رسوه چي د سیاسي مبارزې پر مهال به هم تا ساتي او هم ستا سیاسي مخالف. افغان ملي امنیتي دفاعي ځواکونه د هر هغه چا د ځان، مال او ابرو ساتنه کوي چي غواړي د قانوني سیاست له لاري دې هیواد او خلکو ته خدمت وکړي یا خپلو اهدافو ته ورسېږي. که دي د قتل او ترور پر لړۍ باور درلود نو افغان امنیتي دفاعي ځواکونه به دي له خپل ځان څخه د دفاع د مشروع حق پر اساس له منځه وړي، پاکستان به دي پر سر سوداګري کوي، ایران به دي د خپلو موخو لپاره کاروي، امریکا به دي نړۍ ته د اوخ په ډول ورښيي، روسیه به دي پر سر قمار کوي، داخلي مافیا، غله، مفسدین، قاچاقبران، د مځکو غاصبین او د هیروینو نړیوال جنایتکاران به دي د هر ډول انساني، شرعي او بشري پرمختګ په وړاندي د ضد په توګه کاروي او بالاخره به دي داعش له دینه باسي او بیا به دي په پاکستان او هیواد کي دننه د کفر د حکم پر اساس وژني. طالبه! ته باید د دې حوادثو په رڼا کي هوښیار سي او د حکمتیار په څېر د سولې لار ونیسې کنه حالات داسي دي چي بیا به ته زارۍ کوې، خو خلک به دي په هیڅ ډول نه مني.

ستاسو په اند په نړۍ کي اسلام د چا د کړنو له وجې ډېر بد نام دی؟

جګړه د بشر تر ټولو بده پدیده ده، څوک چي خپل اهدف د جګړې له لاري تر لاسه کوي، اهداف یې هم ناولي دي.

دلته هره جګړه د واک لپاره سوې ده. استثناء بیخي کمه ده.

د باور وړ ملګري ډېر لږ دي، ځکه نو ډېر قیمتي هم دي.

مرګ حق دی، مګر زموږ مرګونه ناحقه دي.

 

په خواله رسنۍ فېسبوک کې هم د عبدالفغور پېرزو د وژل کېدا په اړه غبرګونونه راپارېدلي. د ده ملګرو او خواخوږو د هغه د لارې د دوښمنانو له‌خوا دا ډول کړنې د هغوی ماته ګڼي.  

په خواله رسنۍ فېسبوک کې فعال د بشري او ټولنیز فعال بصیر عتیق د پېروز په اړه لیکلي: «د عبدالغفور پېروز شهادت دې د فکري اوښتون ملګرو ته مبارک وي. د پېروز شهادت والله د دوښمن له ماتې بله معنا نه‌لري. هغه ډله د جنايت او جرم باني ډله ده، چې د خپل وروسته پاتې فکر د تعميل او تطبيق په خاطر د خپل وحشت مخالفان د ټوپک په ډز وژني»

عتیق د پېروز وژنه د طالبانو کار ګڼي او له هغوی غواړي: «طالبه؛ د انسانيت او سړيتوب لاره خپله کړه، تر څو به خلک وژنې، دا خو يو، دوه، سل او زر خو نه‌دي، ټول ملت دى. په چا يې په زوره چلوې؟ څوک غلامان کوې؟ يوه ورځ به دا خلک در نه پوښتي، که په‌دې دنيا وي يا په هغې.»

احمد سینا سباوون لیکي، چې دیني عالم او هېوادپال پېروز به ټینګار کولو، چې «خلک په واقعیتونو وپوهېږي، فکر کولو ته وهڅېږي…. خلک که هر څه وایي، ودې وایي، کافر مې بولي، ملحد مې بولې، خپل کار یې دی، مګر موږ به هغه څه کوو، چې سم دي…»

ټولنیز فعال او د بشري حقونو ملاتړي خوشال خلیل په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي: «زه په‌داسې وطن کې ژوند کوم، که دې وویل اسلام د سولې او مینې دین دی، د مولانا عبدالغفور پیروز په برخلیک اخته او وژل کېږي. او که دې وویل، چې اسلام د جنګ، له غیرو سره د کرکې، د تعلیم او د ښځو د حقونو خلاف دین دی، سرې سترګې ګرځه.»

حزب‌الله اتل بیا پېرزو د یو هېوادپال انسان تر څنګ دیني عالم بولي او د وحشت او افراطیت د لارویانو دا کار غندي: « هغه مې د فېسبوک ملګری و، دین‌کاري او له دین څخه ناسم استفاده کوونکي یې په‌خپلو دیني او علمي نظریو نقدول، ملي او وطنپاله نظر یې لرلو، ځکه خو د وحشت، افراطیت او بربریت لارویانو ونشو زغملی او هغه یې نن په کندهار کې شهید کړ.»

مجیب لمر لیکي: «د مولوي عبدالغفور پېروز ګناه دا وه چې له اسلامه د وحشي برداشت پر وړاندې ولاړ و؛ اسلام یې د مینې، ژوند او سولې دین باله. د خپل فکر او قلم له لارې د همدې ادعا ثابتول یې غوښتل. د هغه نهايي غوښتنه یې دا وه چې وطن جوړ شي، وژنې ختمې شي، سوکاله راشي او ټول په یوه ټغر سره ټول شي او د انسانانو په څېر ژوند ولري.»

بهیج عثماني لیکي، چې پېروز به ويل: دلته به يا ځان وژنې يا وجدان. نن يې د رښتيا ويلو پر سر ژوند وبایلود.

 

عبدالغفور پېروز د اپریل پر ۲۷ مه په‌خپل فېسبوک پاڼه کاږلي وو:

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام