کرکټ نړیوالې شورا خپلو سترو جامونو ته د کوربه هیوادونو نوملړخپور کړ
د کرکټ نړیوالې شورا له خوا د راتلونکو څوو کلونو له پاره د نړیوالو ټورنامنټونو له پاره مهال ویش او د کوربه هیوادونو نوملړ خپور کړ.
د اسیا څخه به تر راتلونکو۴ کلونو پورې یواځې هندوستان او بنګله دیش د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوالو ټورنامنټونو کوربتوب وکړي.
د کرکټ نړیوالې شورا اداره هم د نړۍ د نورو لوبډلو په څیر د پاکستان هیواد څخه خپله لمن راټوله کړې ده.
پاکستان به د نورو لوبډلو د کوربتوب ترڅنګ د کرکټ نړیوالې شورا د هیڅ یوه ټورنامنټ کوربتوب په راتلونکو څلورو کلونو کې په غاړه ونلري.
یواځې پاکستان نه بلکې د کرکټ نړیوالې شورا له خوا تر راتلونکو څلورو کلونو د نړیوالو سترو ټورنامنټونو په برخه کې له سریلانکا او سویلي افریقا هم مخ اړولی دی.
د نوي راتلونکي مهال ویش له مخې به په اسیا وچه کې هندوستان د ۲۰۱۶ کال شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو او بنګله دیش ته بیا ددوه سترو نړیوالو ټورنامنټونو کوربتوب ورکړل شوی، چې په ۲۰۱۸ کال کې به د شل اوریزه نړیوال جام ټاکنیز پړاو لوبو او دغه راز راتلونکې کال د نولس کلنو نړیوال جام سیالیو کوربتوب په غاړه ولري.
دغه راز د راتلونکي ۲۰۱۹ کال پنځوس اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالۍ، د ۲۰۱۷کال چمپینز ټرافي سیالۍ او همدارنګه د ښځینه کرکټ شل اوریزه نړیوال جام سیالیو کوربتوب انګلستان هیواد ته ورکړل شوی دی.
همدارنګه د راتلونکو ۴ کلونو په مهال ویش کې به نیوزیلینډ د راتلونکې میاشت سترو پنځوس اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو د کوربتوب ترڅنګ په ۲۰۱۸کال کې د نولس کلنو نړیوال جام سیالیو کوربتوب او ویسټ انډیز به د ۲۰۱۸ کال ښځینه شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کوربتوب وکړي.
دیادونې وړ ده، چې دا پرېکړې دکرکټ نړیوالې شورا په کلنۍ غونډه کې وشوې، چې تېره اونۍ د عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د کرکټ نړیوالې شورا په مرکزي دفتر کې ترسره شوه.