د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر خپل ۱۰۰ ورځنی کاري پروګرام په اتو برخو ووېشلو، چې غنم، ځنګلونه، مالداري، اوبه خور، غذايي مصونیت، بنسټیز اصلاحات، روغتیايي، حیواني او خصوصي سکتور شامل وو؛ تشریح کړل.
د کرنې وزیر د دغو ۱۰۰ کاري ورځو د پروګرام موخه د وزارت کاري چاپیریال خوځنده شي کې.
ضمیز وویل، چې په دغو سلو ورځو کې د هېواد په ۵ زونونو کې به د اوبه خور ۱۳ شبکې جوړې شي او همدارنګه په پلان کې ده، چې د اوبو خور ۳ شبکې به په کابل، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې جوړې شي.
د کرنې د وزیر په وینا په هېواد کې به د بزګرانو د روزنې لپاره به ۱۱۵ ښوونځي جوړ کړي او د کارونو د ښه والي لپاره به هر بزګر ته له ۵۰۰ تر ۲۰۰۰ امریکايي ډالره پور ورکړي.
د ښاغلي ضمیر په خبره په راتلونکیو ۱۰۰ کاري ورځو کې به په ۱۵ ولایتونو کې ۳۵۰۰ نوي باغونه ورغوي او د بزګرانو د ښو زراغتي حاصلاتو د لاسته راوړلو له پاره به د افغانستان په ۶ ولایتونو کې ۵ سترې سړې خونې جوړې شي او همدارنګه به د بزګرانو د اسانتیاوو لپاره په کابل، بلخ، ننګرهار، هرات او کندز ولایتونو کې د اوبوخور ۲۰۰ حوضونه جوړ کړي.
د ضمیر په خبره، د افغانستان د انګورو د محصولاتو د زیاتوالي لپاره به په ۷ ولایتونو کې د انګورو ۱۳۰ باغونه جوړ کړي او د ممیزو د روزنې لپاره به ۶۰۰ ذخیرې جوړې کړي.
په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، چې د افغانستان پراختیايي بودیجه ډېره کمه ده او دا ستونزمنه ګڼي، چې وزارتونه دې خپل ۱۰۰ ورځني کاري پروګرام عملي کړای شي.
د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سیف الدین سیحون په دې باور دی، چې د وزارتونو ۱۰۰ ورځني کاري پروګرامونه وړاندې له دې چې عملي بڼه ولري؛ رسنیز کېږي. هغه وايي، چې د کرنیز پرمختګ لپاره ډېر ګټور پروګرامونه شته، خو د افغانستان حکومت او کابینه په اقتصادي لحاظ خورا کمزورې ده.
سیحون وايي، چې د حکومت مشرانو په خپلو ټاکنیزو مبارزو کې ډېر ستر اقتصادي پروګرامونه اورول خو تر اوسه یې پر یوه هغه هم عمل نه دی کړي.
د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له مخې هر وزارت اړ دی، چې د خپلو ۱۰۰ ورځني کارونو لپاره پروګرام جوړ او د رسنیو له لارې له ولس سره شریک کړي.
وړاندې له کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نه هم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، د حج او اقافو وزارت او د سوداګرۍ او صنایع وزارت ولس ته خپل ۱۰۰ ورځني کاري پلانونه اورولي وو.